د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون چوکاټي تړون د لاسلکوونکو ۲۹مې غونډې يا د کوپ ۲۹ غونډې (COP29) د اذربايجان پر ځايي وخت د نومبر د ۲۴مې نېټې په سهار وختي له اقليمي بدلون سره د مقابلې لپاره د بسپنې راټولولو نوې مشخصه موخه (NCQG) او د (( پاريس تړون )) د شپږمې مادې يا د نړۍ د کاربن بازار د ميکنايزم په شمول د يو لړ چارو پايلې تر لاسه کړې.
د کوپ ۲۹ غونډې مشر او د اذربايجان د ايکولوژۍ او طبيعي سرچينو وزير موختار بابايف په همدې ورځ په دې غونډه کې له اقليمي بدلون سره د مقابلې لپاره د بسپنې راټولولو د نوې مشخصې موخې په اړه وروستۍ پايله اعلان کړه.
له اقليمي بدلون سره د مقابلې لپاره د بسپنې راټولولو د نوې مشخصې موخې په اړه تازه خپور شوی متن ښيي، چې پرمختللي هېوادونه بايد تر ۲۰۳۵م کال پورې هر کال د اقليمي بدلون ضد عملياتو په پار د پرمختيايي هېوادونو لپاره ۳۰۰ ميليارده ډالره پيسې برابرې کړي.