زيلينسکی: د روسيې او اوکراين تر منځ شخړې ښايي په ۲۰۲۵م کال کې پای ته ورسېږي
CMG2024/11/24 11:08:45
شريکول:

د اوکراين ولسمشر ولاديمير زيلينسکی د نومبر په ۲۳مه نېټه د اوکراين غلو دانو په نوم د نړيوال خوراکي امنيت د ۳م کنفرانس په چوکاټ کې له بهرنيو رسنيو سره په خبرو کې ويلي، چې د روسيې او اوکراين تر منځ شخړې ښايي په ۲۰۲۵م کال کې پای ته ورسيږي.

زيليسنکی ويلي، چې دا له روسيې سره تړاو لرې چې شخړې کله پای ته ورسېږي. سربېره پر دې، امريکا بايد خپل دريځ ټينګ کړي او د سراسري جنوبي هېوادونه بايد له اوکراين سره يو ځای وي.

نوموړي زياته کړه، که څه هم دغه لاره ستونزمن ده خو هغه پر دې باور لري چې په ۲۰۲۵م کال کې به تر سره شي.