بېجينګ کې د بهرنۍ سوداګرۍ د پالیسۍ د ورپېژندلو خبري ناسته تر سره شوه
CMG2024/11/24 11:51:48
شريکول:

د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د نومبر په ۲۲مه نېټه يوه خبري ناسته تر سره کړه او د دغه هېواد د پنځو وزارتونو او څانګو مسوولينو پکې خبري رسنيو ته د بهرنۍ سوداګرۍ د پالیسۍ په اړه معلومات ورکړل.

   د چين د سوداګرۍ وزارت یوه چارواکي په دغه ناسته کې وویل، وزارت به يې د بهرنيو برېښنايي سوداګريو چارو ملاتړ پياوړی کړي او د برېښنايي سوداګريزو چارو د تړون په اړه به د سوداګرۍ نړيوال سازمان د خبرو اترو د هڅولو لپاره خدمتونه وکړي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت يوه چارواکي وويل، وزارت به يې د چيني او بهرنيو سوداګرو او پانګوالو د تګ ارتګ لپاره لا زياتې زمينې برابرې کړي او د وېزې د اسانتياوو لپاره به نور تدبيرونه اعلان کړي.

د چين د ګمرکاتو ملي ادارې چارواکي وويل، د چين د ځانګړتيا لرونکو او باکيفيته کرنيزو توليداتو د صادراتو او د انرژيو او سرچينو د وارداتو لپاره به د ګمرکي تشريفاتو د اسانولو تدبيرونه غوره کړي.