د هنګري د بهرنيو چارو وزير: پر چيني برقي موټرو د لا زياتو ګمرکي تعرفو لګولو پرېکړه به د اروپايي ټولنې ګټو ته زيان ورسوي
CMG2024/11/24 11:47:58
شريکول:

د هنګري د بهرنيو چارو وزير: پر چيني برقي موټرو د لا زياتو ګمرکي تعرفو لګولو پرېکړه به د اروپايي ټولنې ګټو ته زيان ورسوي

د هنګري د بهرنیو چارو وزیر سزيجيارتو پيټر د نومبر په ۲۲مه نېټه د ترکيې په استامبول کې د انرژۍ په فورم کې ګډون وکړ او په څنډه کې يې د سينهوا اژانس خبريال ته ويلي، چې پر چيني برقي موټرو د لا زياتو ګمرکي تعرفو لګولو پرېکړه به د اروپايي ټولنې ګټو ته زيان ورسوي.

نوموړي د اروپايي ټولنې دغه پرېکړه بده بللې او ويلي يې دي، چې هنګري له چين سره د اقتصادي همکاريو د زياتولو په هڅه کې ده او په دغه هېواد کې د چين زيات پانګوال فعال دي. د ده په نظر، اروپايي ټولنه بايد له چين سره اقتصادي او تجارتي همکارۍ پياوړې کړي.

د اروپايي ټولنې کمېټې له دې نه مخکې له چيني برقي موټرو سره د مالي مرستې پر ضد د پلټنې اخري پايله خپره کړې او پرېکړه يې کړې وه، چې د اکتوبر له ۳۰مې نېټې څخه پنځو کلونو کې د مالي مرستې پر ضد پر وارداتي چيني برقي موټرو ګمرکي تعرفه لګوي. د اروپايي ټولنې دغه کړنه د سوداګرۍ د پروټېکشنيزم ښکارندويي کوي او د اروپا د سياست، سوداګرۍ او پوهنې د شخصيتونو له سخت مخالفت سره مخ دي.