د پاکستان په شمال لوېديځ کې د شخړو له امله ۳۰ کسان وژل شوي
CMG2024/11/24 11:05:04
شريکول:

د نومبر د ۲۳مې نېټې تر شپې پورې د پاکستان د شمال لوېديځ خيبر پښتونخوا ایالت په کورمه سيمه کې شخړې رامنځته شوې او له امله يې ۳۰ کسان وژل شوي دي.

په ياده سيمه کې د روانې مياتې په ۲۱مه نېټه د موټرو پر کاروان بريدونه شوي، د روانې مياشتې د ۲۲مې نېټې په شپه د سيمې په يوه  بازار کې اور رامنځته شوی او په ځينو کليوالو سيمو کې ډزې هم رامنځته شوې دي.

ځايي پوليسو ويلي، چې په دې شخړو کې پلورنځي او کورونه زيانمن شوي .

سرچينې ويلي چې د دې پېښو له امله ځايي پلورنځي او ښوونځي بند شوي دي.