سريلانکا به د پیسو له نړیوال صندوق څخه ۳۳۳ ميليون ډالره نوره مرسته ترلاسه کړي
CMG2024/11/24 11:43:31
شريکول:

د پیسو نړیوال صندوق پر ځايي وخت د نومبر په ۲۳مه نېټه له سريلانکا سره د ۲ ميليارده او ۹۰۰ ميليونو امريکايي ډالرو د مرستو د پلان په اړه د دقت درېيم پړاو تصويب کړ او له مخې به يې دغه هېواد ته ۳۳۳ ميليونه پيسې ورکړي. دغه راز د نوموړي مرستندويه پلان له لارې د سريلانکا لپاره يو ميليارد او ۳۰۰ ميليونه امريکايي ډالره پيسې برابر شوې دي.

سريلانکا د ۲۰۲۲م کال له اپريل څخه له سخت پولي بحران سره مخ شوې، چې د بهرنيو اسعارو د کمبود له امله يې د ژوند د لومړنیو اړینو موادو د اخيستلو پيسې نه درلودې او په څو مياشتو کې پکې دواملرونکي لوی لاريونونه او سختې ټولنيزې ګډوډۍ رامنځته شوې دي. د پیسو نړیوال صندوق د ۲۰۲۳م کال په مارچ کې له دې سره موافقه وکړه چې په راتلونکو څلورو کلونو کې به له دغه هېواد سره د ۲ ميليارده او ۹۰۰ ميلينو امريکايي ډالرو مرستې وکړي.

د نړيوال بانک د اټکل له مخې، د سريلانکا د سږني اقتصادي پرمختګ انډول به ۴،۴ سلنې ته ورسيږي، چې دا د سريلانکا د اقتصادي احيا د پيل په مانا ده.