د روغتيا نړيوال سازمان د نومبر په ۲۲مه نېټه اعلان وکړ، چې د اېم پاکس ( د بيزو چيچک) ناروغۍ خپرېدل لا هم د عامې روغتيا بېړنی حالت دی او په نړيواله کچه د انديښنې وړ دی.
د روغتيا نړيوال سازمان په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې د دغه سازمان عمومي مدير ټيدروس ادهانوم ګيبرېيسوس پر اېم پاکس ناروغۍ د اخته شويو وګړو شمېر د زياتېدو او پراخېدو له امله ياده پرېکړه کړې ده.
د روغتيا نړيوال سازمان د شمېرنې له مخې، په روان کال کې پر اېم پاکس د اخته شويو کسانو ډېری په افريقا کې اوسېږي او د ۲۰۲۴م کال د نومبر تر ۱۷مې نېټې پورې په ۲۰ افريقايي هېوادونو کې پر دغه ناروغۍ ککړ ۱۲۵۹۶ کسان ثبت شوي دي.