د چين، لاوس، ميانمار او تايلنډ د ګډې ګزمې او قانون پلي کولو عمليات پای ته ورسېدل
CMG2024/11/25 15:01:11
شريکول:

د ميکونګ سيند په سيمه کې د چين، لاوس،ميانمار او تايلنډ د ګډې ګزمې او قانون پلي کولو ۱۴۷م عمليات د نومبر په ۲۲مې نېټې په برياليتوب پای ته ورسېدل.

دغه عمليات د نومبر په ۱۹مې پيل شوي، چې د چين، لاوس، ميانمار او تايلنډ د قانون پلي کولو د ادارو ۵ بيړيو او شاوخوا سلو قانون تطبیق کوونکو پکې برخه اخيستې وه.

د څلور واړو هېوادونو د قانون تطبیق کوونکو ادارو د چين د يون نان ولايت د چينګ ها کلي او د ميکونګ سيند د طلايې مثلث سيمې په اوږدو کې د ګډې ګزمې، د قانون پلي کولو، د سيند او ځمکې په مختلفو ځايونو کې د پلټنې او څارنې په شمول يو لړ عمليات ترسره کړي دي.