د ايران اسلامي جمهوريت خبري اژانس د نومبر په ۲۴مې نېټې خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د اسلامي انقلابي ګارډ ځمکنيو ځواکونو او د اذربايجان ځمکنيو ځواکونو په همدې ورځ د ايران په شمال لوېديځ اردبیل ولايت په سرحدي سیمه کې ګډ پوځي تمرينونه پيل کړي دي.
خبر وايي، د ایران او اذربایجان د ځمکنيو ځواکونو ځانګړې قطعې به د ايران په شمالي سرحدي سیمه کې څلور ورځني تمرینونه ترسره کړي.
ایران او اذربايجان د دغو تمرينونه موخې د دوه اړخيزو اړيکو پياوړتيا، د غیر قانونوني وسله والو پر وړاندې ګډه مبارزه، د پوځي توان لوړوالی او د دفاعي چارو ګډې همکارۍ ښودلي، چې له مخې به یې د دواړو هېوادونو ځواکونه په سرحدي سیمو کې امنيت او ګډې ګټې وساتي.