روسيه: جوبايډن غواړي د اوکراين وضعيت لا نور سخت کړي
CGTN2024/11/25 10:10:42
شريکول:

د روسيې د ولسمشر مطبوعاتي سکرتر پيسکوف د نومبر په ۲۴مې نېټې یوې خبري ناستې کې ادعا کړې، چې د امریکا ولسمشر جوبايډن غواړي، د اوکراين وضعيت لا نور سخت او د سوله ييزو خبرو بنسټ ور خراب کړي.

نوموړي ويلي، د امریکا نوي منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپل ټاکنیز کمپاين کې ويلي وو، چې هغه به د روسيې او اوکراين ترمنځ شخړه ارامه او د سولې په لوري به ګامونه واخلي.

پيسکوف ویلي، د بايډن حکومت پلان لري، چې ټرمپ ته تش په نوم ميراث پرېږدي او پر وړاندې يې خنډونه جوړ کړي.

د امریکا سپينې ماڼۍ تراوسه د پيسکوف يادې ادعا ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.