د کوپ ۲۹مه غونډه پای ته ورسېده
CMG2024/11/25 10:43:40
شريکول:

د کوپ۲۹ يا د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون چوکاټي تړون د لاسليکوونکو ۲۹مه غونډه له شاوخوا ۳۰ ساعته ځنډ وروسته د نومبر د ۲۴مې په سهار وختي پای ته ورسېده.

دغې غونډې له اقليمي بدلون سره د مقابلې په پار د پانګو راغونډولو د نوي هدف(NCQG )، «د پاريس پروتوکول» د شپږمې مادې له مخې د کاربن د نړيوال بازار ميکانيزم په شمول د ځينو کليدي موضوعاتو په هکله يو لړ لاسته راوړنې ګټلې دي

د غونډې ګډونوالو له ۲۰۲۵م کال وروسته د اقليمي بدلون پر وړاندې د مقابلې لپاره د پيسو د راغونډولو او د نورو ترتييباتو په اړه بحثونه کړي دي.

په يادې غونډې کې پرېکړه شوې، چې پرمختللي هېوادونه دې ملګرو ملتونو ته تر ۲۰۳۵م کال پورې هر کال لږ تر لږه ۳۰۰ ميليارډه ډالره ورکړي او ملګري ملتونه دې په کال کې ټولټال۱۴۰۰ميليارډه ډالره راغونډ کړي.