د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی: نړیواله ټولنه دې په سيمه ييز تاوتريخوالي کې د سوريې له ښکېلېدو ډډه وکړي
CMG2024/11/25 14:48:58
شريکول:

د سوريې مسئلې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ګير وتو پيډيرسين د نومبر په ۲۴مې نېټې د دغه هېواد په پلازمېنې دمشق کې پر نړيوالې ټولنې غږ کړی، چې د منځني ختيځ د خړپړو حالاتو د ښه والي لپاره رغنده رول ولوبوي او په سيمه ييز تاوتريخوالي کې د سوريې له ښکېلېدو دې ډډه وکړي.

نوموړي په همدې ورځ د سوريې د ډيپلوماتيکو او کډوالو چارو له وزير سره تر ليدنې وروسته خبري رسنيو ته ويلي، چې په سوريه او د فلسطين په غزې تړانګې کې د روانو شخړو او تاوتريخوالي پای ته رسیدل ډېر مهم دي.

ګير پيډيرسين ويلي، په لبنان کې له مېشتو سوريايي کډوالو څخه کابو ۴۰۰ زره یې بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي او دا یې د سوريې د حکومت او نړيوالې ټولنې لپاره يوه مهمه دنده بللې ده.

نوموړي ويلي، سوريه اوسمهال له ګڼو ننګونو سره مخ ده او د دغه هېواد د ثبات لپاره باید هراړخيز تدبيرونه ونيول شي.

ګير پيډيرسين زياته کړې، د سوریې سیاسي او امنيتي حالات باید وساتل شي، ملي حاکميت او خپلواکۍ ته یې باید درناوی او اقتصاد یې بیا اعاده شي او پر دغه هېواد لګيدلي بنديزونه باید پای ومومي او د بیارغونې او کډوالو مسئلې یې باید هوارې شي.

نوموړي پر نړيوالې ټولنې غږ کړی، په بېړنيو حالاتو کې له سوریې سره ډېرې مرستې وکړي.