بلومبرګ مجلې په نومبر مياشت کې په يوه مقاله کې وويل چې د هوواوې هڅې د دې څرګندونه کوي چې د کلونو لپاره د متحدو ايالتونو بنديزونو په چين کې د ټکنالوژۍ د پرمختګ په مخنيوي کې څومره برياليتوب ترلاسه کړ او د چين ملي اتلان یې د پرمختګ بل پړاو ته له رسېدو را وګرځول.
دا رښتيا دي. هوواوې په وروستيو کلونو کې د واشنګتن د ټکنالوژيکي محاصرې او اقتصادي اجبار په پایله کې له ستونزو سره مخ و. خو د دغه شرکت هڅې دا ثابتوي چې له نړيوال اکمالاتي سيسټم څخه د چين د ایستلو لپاره د متحدو ايالتونو هڅې له ناکامۍ سره مخ شوې دي.
د متحدو ايالتونو له غير مؤجه محدوديتونو سره سره، هوواې نن مېټ ۷۰ موبايل بازار ته را باسي چې چيپونه یې هم ورته پخپله جوړ کړي دي. دې کمپنۍ د هارموني او اېس په نوم د موبايل عملياتي سيسټم جوړ کړی چې د اپل د ای او اېس او د ګوګل د انډرايډ تر څنګ د موبايل درېيم ستر عملياتي سيسټم دی.
فايننشل ټايمز په يوه ليکنه کې ويلي، داسې ښکاري چې د هواوې د ځپلو لپاره د متحدو ايالتونو د بنديزونو پايله برعکس شوه او د ټکنالوژۍ د يوه ستر شرکت په توګه یې د هوواوې موقف لا پسې پياوړی کړ. تر دې دمه د هارموني او اېس اصلي بڼه په يو ميليارد موبايلونو کې کارول شوې ده. هوواوې دغه راز تېره مياشت خبر ورکړی چې د روان کال په نهو مياشتو کې یې د تېر کال د همدې مودې په پرتله د پلور کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې ده.
د هوواوې ودې د چين د ټکنالوژيکي ګامونو يوه بېلګه ده.
د لويديځ له فشارونو سره د مقابلې لپاره، چين کورنيو اکمالوونکو او د کورني ايکو سیسټم رامنځته کولو ته مخه کړې ده. د چين د ساينس او ټکنالوژۍ وزارت د معلوماتو له مخې په ۲۰۲۳م کال کې پر څېړنو او انکشاف د چين لګښتونه له ۳.۳ ټريليونو يوانو يا ۴۵۸.۵ ميلياردو ډالرو اوښتي وو چې ۸.۱ سلنه کلنی زياتوالی ښيي.
د ۲۰۲۳م کال طبيعي شاخص ښيي چې چين په لومړي ځل د لوړ کيفيت په ژورنالونو کې د خپرو کړو څېړنو په درجه بندۍ کې له متحدو ايالتونو مخکې شوی او لومړی مقام یې خپل کړی دی.
هڅې رنګ راوړي
د چين د شديدې اولټراوايلټ ډبريني حکاکۍ د ځنډيدو په تړاو د بلومبرګ د مبالغې برعکس، د چين د ډبريني حکاکۍ سيسټمونو جوړوونکي (د شانګهای د کوچنيو برېښنايي تجهیزاتو شرکت) د تېر کال په مارچ مياشت کې د شديد اولټراوايلټ وړانګو توليدوونکي ماشين او د ډبريني حکاکۍ د وسيلې د اختراع کولو سند ترلاسه کړ. دا د چين د سيمي کنډکټورونو د صنعت بنياد ګڼل کېدای شي چې له دغه هېواد سره به د ASML (په نړۍ کې د چيپونو د توليد تر ټولو ستر څو ملتي شرکت) له انحصاره په خلاصېدو کې مرسته وکړي.
متحد ايالتونه له نړيوال اکمالاتي ځنځير څخه د خپلو سيالانو د ايستلو لپاره بنديزونه د وسيلې په توګه کاروي. خو دې وسيلې چين ته برعکس پايله درلوده او دغه هېواد یې وهڅاوه چې د امريکايي بديل د موندلو لپاره هڅې دوه برابره کړي. د واشنګټن د خودخواهانه محاسبې پر خلاف، بنديزونو د چين نوښتونه چټک کړل.
له دې هم انکار نه کيږي چې د چين او نورو پرمختللو اقتصادونو د ټکنالوژيکي وړتياوو تر منځ لا ډير واټن موجود دی؛ خو د چين هڅې روانې دي. اوس د لږ وخت خبره ده چې چين د نړيوالې کچې اکمالاتي ځنځير رامنځته کړي او په غوړيدونکو ټکنالوژيو کې پر ځان بسياينې ته ورسيږي.
په داسې حال کې چې متحد ايالتونه د سياليو د ګټلو لپاره پر بنديزونو لاس پورې کوي د چين تګلاره بيا همکاري او ټولشموليت دي. په داسې حال کې چې متحد ایالتونه د خپلو سيالانو د ناکامولو لپاره هرې وسيلې ته لاس اچوي، د هوواوې بنسټګر او رييس رېن ژانګفای تېره مياشت وويل چې دی د امريکا د ټکنالوژۍ د ټولنې د پرانيستوب او ټولشموليت ستاينه کوي او په وينا یې چې هوواوې بايد د متحدو ايالتونو يو بل منلو له کلتور څخه زده کړه وکړي.
هغه په تېره اکټوبر مياشت کې وويل چې متحدو ايالتونو ټولو هېوادونو او کمپنيو ته يوه بېلګه رامنځته کړې څو پرانيستي وي. که کوم هېواد خپلې دروازې وتړي نو له کاروانه به وروسته پاتې شي.
دا رښتيا دي. پرانیستوب د همکاريو او مشترکې ودې اړتيا ده. د امريکا د يو بل منلو کلتور له دغه هېواد سره مرسته وکړه چې د علم او ټکنالوژۍ په برخه کې د پام وړ پرمختګونه وکړي. خو ایا واشنګټن له نورو هېوادونو سره په سيالۍ کې له پرانيستې فضا څخه ملاتړ کوي؟
چین نوښتونو او پرانيستوب ته د پام وړ اهميت ورکړی دی. دا چاره په تېرو څو کلونو کې د دغه هېواد ټکنالوژيکي پرمختګونه روښانه کوي. که متحد ايالتونه پرمختګ غواړي، نو ښايي د هغوی د يو بل منلو کلتور بيا احيا کول یې يوه لاره وي.