د اسرائيل خبري رسني: اسرائيل د لبنان له حزب الله سره د اوربند لپاره غير مستقيمې خبرې اترې پرمخبوزي
CMG2024/11/26 15:01:52
شريکول:

د اسرائيل څو خبري رسنيو د نومبر په ۲۵مه خبر ورکړی، چې اسرائيل موافق کړی، چې د لبنان له حزب الله سره د اوربند لپاره د غير مستقيمې خبرې اترې پرمخبوزي.

د اسرائيل د عامې خپرونې شرکت په همدې ورځ خبر ورکړ، چې د اسرائيل صدراعظم بنجامين نيتانياهو د نومبر د ۲۴مې نېټې په ماښام د ملي دفاع له وزير اسرائيل کاتز سره د اوربند تړون د تفصيل په هکله بحث کړی او د اړوند تړون په هکله د خبرو اترو د هڅونې موافقه يې کړې ده.

د اسرائيل ټايمز خبر ورکړ، چې د اوربند تړون د تطبيق لپاره به په څو مرحلې تر سره شي: لومړی، د شخړې دواړه ښکيلې خواوې بايد دښمني فعاليتونه ختم کړي او حزب الله دې د تاني سيند ته شمال سيمې ته شاتګ کړي.دويم، د اسرائيل ملي دفاع پوځ بايد د لبنان له جنوب څخه وباسي. درېيم، دواړه خواوې بايد د شخړې لرونکې سرحدې سيمې په هکله خبرې اترې وکړي، تر څو د اسرائیل او لبنان تر منځ سرحدې کرښې تصديق کړي.

د لبنان حزب الله ګوند مخکې ويلی، چې د اوربند لپاره لومړی شرايط دا دی، چې اسرائيل دې له لبنان څخه د تيري کولو کړنې پاتی ته ورسوي، د لبنان د ملي حاکميت د درناوي کولو ژمنه وکړي، اسرائيل بايد په خبرو اترو کې په مجبورآ اضافي شرايط زيات نه کړي.