وانګ يي د لوکزامبورګ له مرستيال صدراعظم ايکساوير بيتيل سره ولیدل
CGTN2024/11/26 15:02:37
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي د نومبر په ۲۵مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې د لوکزامبورګ له مرستيال صدراعظم او بهرنيو چارو وزير ايکساوير بيتيل سره ليدلي او د دواړو هېوادونو پر اړيکو یې ورسره خبرې کړې دي.

وانګ يي لوکزامبورګ د چين مهم همکار بللی او ويلي يې دي، چې په اوسنيو نړيوالو حالاتو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ غوړيدلي او ښې پایلې يې ترلاسه کړې دي.

نوموړي ويلي، د چين او لوکزامبورګ اړيکې د دې ښکارندويي کوي، چې د مقابلې پر ځای ډيالوګ او ورخلاصون او د پريکون او ځانځانۍ پر ځای د اړيکو جوړول د پرمختګ ښې او مناسبې لارې دي او دواړه هېوادونه د ننګونو پر وړاندې ګډه مبارزه کولی شي.

راتلونکی کال به د چين او اروپايي ټولنې ترمنځ د سياسي اړيکو د جوړېدو له پنځوسمې کليزې سره برابر وي.

وانګ يي چين او اروپا سیالان نه، بلکې د ګډو ګټو پالونکي او شريکان بللي او په خبره یې، چين به له لوکزامبورګ سره په ګډو هڅو د چين او اروپا د اړيکو د سالم پرمختګ لپاره هڅې وکړي.

ايکساوېر بيتيل د يو چين پر تګلارې ټينګار کړی او په خبره یې، لوکزامبورګ به له چين سره نږدې همکارۍ وپالي او د چين او اروپا ترمنځ د  همکاريو د ټينګښت لپاره به د دروازې رول ولوبوي.