د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د اقليمي بدلون د کنوانسيون ۲۹م کنفرانس يا (کاپ ۲۹) چې په باکو کې داير شوی و او د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه پکې رهبرانو، سياستوالو، ساينس پوهانو او فعالانو اقليمي بحرانونو ته د حل لارو د موندلو په موخه بحثونه وکړل، د ژمنو پر ځای د عملي اقداماتو پر پيل کېدو ټينګار وکړ.
اقليمي نابرابري
په نړيوال سويل کې پرتې ټولنې د اقليمي بدلونونو نامتناسب بار پر اوږو وړي. دغه ټولنې له يوې خوا د ګل خانه يي ګازونو د خپريدو له کبله له ننګونو سره مخ دي او له بلې خوا په راتلونکي کې د ګل خانه يي ګازونو د خپريدو د مخنيوي جدي هڅې کوي. نړيوال سويل د ګل خانه يي ګازونو په خپريدو کې خورا لږه ونډه لري خو له بدو اغیزو یې تر ټولو ډير کړيږي. دغه نابرابري له اقليمي بدلونونو سره په نړيواله مبارزه کې د مسووليتونو د غير مساوي توزيع څرګندونه کوي.
په کاپ ۲۹ کې اقليمي عدالت د يوې مهمې مسئلې په توګه رابرسېره او تر بحث لاندې ونيول شو. دغه راز ټينګار وشو چې د پرمختګ په هر يوه مسير کې بايد عدالت او برابري په پام کې ونيول شي. دا چاره نه يوازې له تاريخي پلوه د ګازونو د خپرولو مسووليت په رسميت پېژني، بلکې اړينې مالي، تخنيکي او اداري سرچينې هم برابروي څو له اقليمي بدلونونو سره د مبارزې لپاره د هغو ټولنو وړتيا لوړه کړي چې تر ټولو ډیرې له ګواښ سره مخ دي.
په کنفرانس کې له اقليمي بدلونونو سره د مبارزې په برخه کې د طبيعي ايکوسيسټم پر رول هم ټينګار وشو. ځنګلونه او ډنډونه د کاربن حياتي مخزنو دي چې په پراخه پيمانه کاربن ډای اکسايډ جذبوي او د ايکو سيسټم لپاره د مهمې وسیلې رول لوبوي. د کرنې بيا احيا کول، چې د ځمکې د ورستېدو د مخنيوي، د کاربن د جذب او د خوړو د خونديتوب په برخه کې مهمه ونډه لري، له اقليمي بدلونونو سره د مبارزې لپاره يوه مهمه ستراتيژي وګڼل شوه.
د کاپ ۲۹ بل مهم تمرکز د اقليم پر مالي ملاتړ و. په ۲۰۰۹م کال کې پرمختللو هېوادونو له اقليمي بدلونونو سره د مخ پر وړې هېوادونو د مبارزې د وړتيا د لوړولو لپاره د کلنۍ ۱۰۰ ميليارده بودجې د چمتو کولو ژمنه کړې وه. په داسې حال کې چې دغه ژمنه بالاخره په ۲۰۲۲م کال کې پوره شوه او ۱۱۵.۹ ميليارده ډالره بودجه چمتو شوه خو اوس ټاکل شويو موخو ته د رسېدو لپاره په کلني ډول ۱.۵ ټريليونو امريکايي ډالرو ته اړتيا ده.
اوس پوښتنه دا ده چې ايا يوازې د بودجې او پيسو برابرول د حل لاره ده؟ ځواب دا دی چې که څه هم د بودجې او پيسو برابرول يوه اړتيا ده خو يوازې پيسې کافي نه دي. د اقليم مالي ملاتړ ضرور دی، خو پر دې مسئلې ډير ټينګار د اقليمي بدلون د مسئلې سيستماتيکه او کلتوري پېچلتيا له پامه غورځوي. پر دې سربېره، پايداره پانګونه هغو هېوادونو ته نه رسيږي چې ډيره اړتيا ورته لري. د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي سلاکار سېلوين هارټ ويلي، هغو هېوادونو چې د نړۍ دوه پر درېيمه وګړي پکې مېشت دي، په ۲۰۲۳م کال کې د پاکې انرژۍ يوازې ۱۵سلنه پانګونه ور جلب کړې وه.
چوکاټې واټنونه او د بازارونو ناکامي هم د اقليمي نابرابرۍ د پام وړ لاملونه دي. د ډيرو مخ پر ودې هېوادونو لپاره پورونه، که څه هم په خورا ښو او ګټورو شرايطو سره وي، ښې حل لارې نه دي. پرمختللې ټکنالوژۍ او يا پياوړو صنعتي سيسټمونو ته له لاسرسي پرته ياد هېوادونه له مالي استثمار سره مخ کيږي او د زرغونې انرژۍ لپاره اخيستل کېدونکي پورونه د پورونو په سود کې ورکوي. پانګه وال، سره له دې چې د چاپېريال ساتنې د لومړيتوب دعوې کوي، تر ډيره د ګټې په لټه کې دي. په پايله کې، ناکافي زيربناوې او د ټکنالوژيکي ظرفيت محدوديت په يادو هېوادونو کې د پانګې د ناسمې کارېدو سبب کيږي او بالاخره د نابرابرۍ او بازارونو د ماتې سبب کيږي.
د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون د سکرتريت اجرايه سکرتر سايمون ستيل ښه ويلي چې يوه بريالۍ نوې مالي موخه د هر هېواد په ګټه ده. دغه ټکي تر مالي ژمنو ور اخوا يوې علمي او عملي حل لارې ته اړتيا په ګوته کوي.
په افريقا کې د چين چلند د بېلګې په توګه
په افريقا کې د چين پايدار پراختيايي نوښتونه د ارزښت وړ کتنې وړاندې کوي. د سويل – سويل د همکاريو او د کمربند او لارې نوښت له لارې، چين په منسجم ليدلوري سره د پايدارۍ د ننګونو پر وړاندې د پرتو خنډونو د لرې کولو لپاره چوکاټ وړاندې کوي.
يوه مهمه برخه مالي ملاتړ دی چې له مخې یې چين په افريقا کې د پايدارۍ لپاره مختلف ميکانيزمونه پلي کړي دي. د چين د پراختيايي بانک او د چين تر ملاتړ لاندې پروژو د صادراتو او وارداتو بانک په څېر ادارې په بشپړ ډول د چاپېريال ساتنې له معيارونو مطابقت لري.
د پورونو د پايدارۍ په تړوا د شته اندېښنو د هواري لپاره، چين پورونه د چاپېريال ساتنې پر معيارونو برابر کړي او افريقايي ملتونه یې د دې جوګه کړي چې زرغونې ودې ته لومړيتوب ورکړي. پر دې سربېره، چين د نوې کېدونکې انرژۍ پر پروژو او له ايکو سیسټم سره د جوړو زيربناوو پر انکشاف په تمرکز سره د خپلو دولتي تصديو او افريقايي هېوادونو يا خصوصي شرکتونو تر منځ همکاري تقويه کړې ده.
بله مهمه ونډه یې په ټکنالوژيکي بدلون کې اخيستې ده. چين د افريقا د نوې کېدونکې انرژۍ په سکټور لکه د لمريزې، بادې او اوبيزې برېښنا د توليد په پروژو کې د پام وړ پانګونه کړې ده. دغه هېواد د ارزانه لمريزو هېندارو او بادي توربينونو د مخکښ توليدوونکي په توګه د افريقا په لويه وچه کې د نوې کېدونکې انرژۍ ټکنالوژۍ ته پراخ لاسرسی برابر کړی دی.
پر دې سربېره، چيني کمپنۍ او ادارې خپلو افريقايي شريکانو ته د پوهې په لېږد کې هم ونډه لري. د چيني ادارو په مالي ملاتړ د روزنيزو پروګرامونو پلي کېدو د لمريزو هېندارو د نصب، د بادي توربينونو د مراقبت او د اوبيزې برېښنا د مديريت په برخو کې افريقايي متخصصينو ته د لا ډيرو زده کړو د ترلاسه کولو زمينه برابره کړې ده. د چيني او افريقايي کمپنيو ګډ کار ځايي انجنيرانو ته د زرغونې انرژۍ په برخه کې د نويو مهارتونو د زده کولو فرصت هم برابر کړی دی.
زرغونې انرژۍ ته د لاسرسي او د زرغونې زيربنا د پراخولو په برخه کې د چين هڅې د افريقا د پايدارۍ په مزله کې د دغه هېواد مهم موقف په ډاګه کوي. دغه همکارۍ د پايدارې پانګونې د پر مخ بېولو لپاره قانع کوونکی ماډل وړاندې کوي چې همدا د کاپ ۲۹ يو کليدي لومړيتوب هم دی.
کاپ ۲۹ يو خبرداری و چې يوازې د مالي منابعو را ټولول د اقليمي بدلون د ننګونو د له منځه وړلو لپاره بسنه نه کوي. د وړاندې تګ يو واقعي مسير داسې پانګونې ته اړتيا لري چې متقابلې ګټې تضمين او عدالت تأمين کړي او دغه راز د ټولو لپاره پايداره او اغېزناکه اقليمي حل لاره وړاندې کړي. نړيواله ټولنه بايد څو اړخيز ليدلوری رامنځته کړي چې د نړيوالې پايدارې لپاره مالي سرچينې، تخنيکي وړتياوې او ظرفيت جوړونه سره منسجم کړي.