د سوريې پوځ د نومبر په ۲۵مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، اسرائيلي ځواکونو د همدې ورځې په شپه لبنان ته نژدې د دغه هېواد د حمص ولايت د جوسير سيمې پر يوه ځمکني بندر هوايي بريد کړی، چې له امله یې دوه ولسي وګړي ټپيان شوي دي.
د سوريې ملي خبري اژانس خبر ورکړی، د اسرائيلي ځواکونو د ياد هوايي بريد له امله د جوسير سيمې زيات پلونه هم ويجاړ شوي دي.
دا له تېرو ۳ ورځو راهيسې پر دغې سيمې د اسرائيل دوهم هوايي بريد و.