شي جين پينګ له فلسطينيانو د ملاتړ نړيوالې ورځې يادغونډې ته د مبارکۍ پيغام وليږه
CMG2024/11/27 16:29:41
شريکول:

ملګرو ملتونو د نومبر په ۲۶مې نېټې له فلسطينيانو د ملاتړ نړيوالې ورځې يادغونډه ترسره کړې او د چين دولت رئيس شي جين پينګ ورته د مبارکۍ پيغام ليږلی دی.

شي جين پينګ د فلسطين مسئله د منځني ختيځ له چارو او له نړيوالې برابرۍ او عدالت سره تړلې چاره بللې او اوسنۍ بېړنۍ دنده یې دا ياده کړې، چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا اړوند پرېکړه ليکونه په بشپړه او اغېزمنه توګه عملي او اوربند رامنځته شي.

رئيس شي د دوو هېوادونو لايحه د فلسطين مسئلې او د منځني ختيځ د ډېرو مسئلو اصلي حللاره بللې ده.

نوموړي پر دې ټینګار کړی، چې چين د حقه حقونو د بيا ترلاسه کولو لپاره د فلسطينيانو د عادلانه چارو ټينګ ملاتړ کوي او په دې برخه کې د فلسطين د بېلا بېلو ډلو ملاتړ کوي، چې خپلمنځي يووالی پياوړی کړي، (( د بېلتون د پای ته رسولو او د فلسطين د ملي يووالي د پياوړتيا په اړه د بېجينګ اعلاميه )) پلې کړي او داخلي پخلاينه رامنځته کړي.