د اسرائيل صدراعظمۍ دفتر د نومبر د ۲۶مې نېټې په شپه په يوې اعلاميې کې ويلي، د دغه هېواد امنيتي کابېنې په همدې شپه په لسو موافقو رايو او يوې مخالفې رايې سره د لبنان له حزب الله سره د اوربند تړون منظور کړی دی.
اعلاميه وايي، د اسرائيل صدراعظم بنيامين نيتانياهو په همدې شپه د امريکا له ولسمشر جوبايډن سره ټليفوني خبرې کړي او ور څخه يې مننه کړې، چې د اوربند د ياد تړون په رامنځته کولو کې يې رول لوبولی او د دغه تړون د پلي کولو په برخه کې يې د اسرائيل دريځ درک کړی دی.
د اسرائيل خبري رسنيو د خبر له مخې، دا تړون به پر ځايي وخت د نومبر د ۲۷مې نېټې د سهار وختي په ۴ بجو نافذ شي.