شي جين پينګ له لي هسېن لونګ سره وکتل
CMG2024/11/27 11:45:27
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر د ۲۶مې نېټې په ماسپښين په پلازمېنې بېجينګ کې د سينګاپور د دولتي چارو له سلاکار لي هسېن لونګ سره کتلي دي.

رئيس شي جين پينګ له نوموړي سره د کتنې په ترڅ کې ويلي، چين به تر وسې خپل کارونه ښه ترسره کړي، د اقتصاد پر دوامدار زياتوالي به باور وساتي او باکيفيته پرمختګ به ومومي.

د ده په خبره، چين د سينګاپور هرکلی کوي، چې له چين سره د مخکښ همکار په توګه د دوه اړخيزو همکاریو د ميکانيزمونو او ډګرونو په ګټې اخيستنې سره سترې همکاريزې پروژې ښې اداره کړي، د ډيجيټلتوب او زرغون پرمختګ فرصت ښه ونيسي او په نوې زمانې کې د دواړو هېوادونو د همکارۍ نوی باب پرانيزي.

د سينګاپور د دولتي شورا سلاکار لي هسېن لونګ څرګنده کړې، چين د عصريتوب خپله بريالۍ لار موندلې او د چين پر راتلونکي یې پوره باورښودلی دی.

نوموړي ويلي، چين به پرمختګ او سمسورتيا ته دوام ورکړي او د نړيوالې سولې او پرمختګ لپاره به لا زيات خدمتونه وکړي.