د مکسيکو ولسمشرې کلوديا شېنباوم پاردو د نومبر په ۲۶مې نېټې ويلي، چې امريکا په ګواښونو او د تعرفو په لوړولو د کډوالو کورنۍ ستونزه او د دغه هېواد دننه د نشه يي توکو بحران نشي حلولای.
د امريکا منتخب ولسمشر ډونالډ ترمپ د نومبر په ۲۵مې نېټې پر ټولنيزو رسنيو ويلي، چې هغه به واک ته رسيدو وروسته، د مکسيکو او کاناډا پر ټولو توليداتو ۲۵ سلنه ګمرکي تعرفې ولګوي، څو د نشه يي توکو او غير قانوني کډوالو مسئله بيخي حل شي.
ولسمشرې شېنباوم په همدې ورځ د خپل هېواد په پلازمېنې مکسيکو ښار کې د امريکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ترمپ په عنوان يو پيغام خپور کړی او د هغه وروستيو څرګندونو ته یې غبرګون ښودلی دی.
نوموړې ويلي، د مکسيکو د قانون پلې کوونکې ادارې لخوا په نيول شويو غير قانوني وسلو کې ۷۰ سلنه یې له امريکا څخه قاچاق شوي دي.
نوموړې ويلي، مکسيکو نه د نشه يي توکو توليدونکې او نه يې هم عمده مصرف کوونکې ده، خو بدو اغېزو او پايلو يې ډېره سخته ځپلې ده.