چين د فلسطين ماشومانو ته ژمني توکي لېږدولي او د نومبر په ۲۵مې نېټې يې د دغه هېواد اړوند ادارې ته د تلکرم ښار په دوو پنډغالو کې سپارلي دي.
په فلسطين کې د چيني حکومت د استازنځي مشر زنګ جي شين رسنيو ته ويلي، چې هېواد يې د فلسطينيانو د مشروع ملي حقونو د اعاده کولو ملاتړ کوي، تل يې د فلسطين د عدالت ساتنه کړې او له فلسطين سره يې د بشري او پرمختيايي مرستو د برابرولو لپاره تر وسې کوښښونه کړي دي.