د روسيې خارجه وزارت د نومبر په ۲۶مې نېټې اعلان کړی، چې پر ۳۰ برېتانوي اتباعو به بنديزونه ولګوي، څو د دغه هېواد حکومت خپلو دښمنانه کړنو ته ځواب ووايي.
د روسيې خارجه وزارت په همدې ورځې په يوې اعلاميې کې ويلي، د برېتانيې حکومت د روسيې ضد پر له پسې سرسختې څرګندونې کړي، غير قانوني او سيسټماټيک بنديزونه يې پرې لګولي او د جغرافيايي سياسي ګټو په پار يې له اوکرايني حکومت څخه ملاتړ کړی، چې همدغه کړنې يې د اوکراين د بحران د غځېدو سبب ګرځیدلې دي.
د دغې اعلاميې له مخې، روسيې د برېتانيې دښمانانه کړنو ته په ځواب کې پرېکړه کړې، چې خپل هېواد ته د برېتانیې د سياست، پوځ، علمي او تخنيکي تصديو د يو شمېر استازيو او رسنيزو شخصيتونو ننوتل منع کړي.