د ۵ اروپايي هېوادونو د دفاع وزيرانو غونډه ترسره شوه
CMG2024/11/27 16:01:47
شريکول:

د برېتانيې، فرانسې، جرمني، ايټاليې او پولنډ دفاع وزيرانو د نومبر په ۲۵مې نېټې د جرمني په برلين ښار کې غونډه ترسره کړې او له اوکراين څخه پر دوامدار ملاتړ یې خبرې کړې دي.

د جرمني دفاع وزارت په همدې ورځ په يوې اعلاميې کې د ۵ هېوادونو د دفاع وزيرانو غونډه د اوږدمهال ډيالوګ د ميکانيزم د پيل نښه بللې او په ټکو يې، دغه ميکانيزم به په راتلونکي کې نور هم پراخ شي.

يادو ۵ هېوادونو د اوکراين د دفاعي صنعتي چارو ټينګ ملاتړ کړی او ويلي يې دي، چې له اوکراين سره به په مصنوعي ځيرکتيا د بې پيلوټه الوتکو د څېړنې، توليد او د کارتوسو د توليد په برخو کې همکارۍ وکړي.

نيويارک ټايمز په يوه راپور کې خبر ورکړی، ځينو امريکايي او اروپايي چارواکو وړانديز کړی چې امريکا د پخواني شوراوي اتحاد تر ړنګېدو وروسته له اوکراين څخه وړل شوې اټومي وسلې بېرته دغه هېواد ته وسپاري.

د روسيې د ولسمشر مطبوعاتي سکرتر پيسکوف د رواني مياشتې په ۲۶مې نېټې يوې خبري ناستې کې پورتنی وړانديز ‎په بشپړ ډول غير مسولانه بللی دی.