|  |  |  |  |  | 
|  | ||||
|  | 
 |  | 
|  | 
| لنډ معلومات | 
| 
             
          د بېجينګ د اولمپيک د سپورتي لوبو د غيږې نيولو سټيديوم د چين د کرنيزو چارو پوهنتون په ختيځی برخه کې پروت دی چې د بېجينګ په شمال کې واقع دی. د دغه سټيديوم عمومی پراخوالی درويشت زره مربع متره دی چې پکې شپږ زره دايمی څوکۍ او دوه زره لنډ مهالی څوکۍ شته .           د چين د کرنې پوهنتون چې په ١٩٠٥ کال کې جوړ شوی دی د چين په کرنيزه ساحه کې ډېر لوړ پوړی پوهنتون ګڼل کيږي او اوس پکې د زده کوونکو او ښوونکو شمير له شل زرو نه زيات دی. پخوا دغه پوهنتون خپل لوی سپورتي سټيديوم نه درلود.نو په ٢٠٠٨ کال کې په بېجينګ کې د اولمپيک سپورتي لوبو د جوړولو په اړه د خبر له تر لاسه کولو وروسته ، دغه پوهنتون سمدلاسه  اړوندو څانګو ته غوښتنه ليک وړاندی کړ چې په دغه پوهنتون کې د اولمپيک سپورتي لوبو سټيديوم جوړ شي او  پريکړه يی وکړه چې د دغه پوهنتون د  سلمې کاليزې د يادونې نښې په توګه دغه سټيديوم جوړ کړي.نو د ٢٠٠٥ کال د سپتمبر په پنځلسمه نېټه يعنی د دغه پوهنتون د سلمې کاليزې د لمانځنی په مراسمو کې د دغه سټيديوم د جوړولو پروژه پيل شوه. دغه سټيديوم د پوهنتون د ژوندانه په  سيمه کې دی چې د زده کوونکو د دريو ليليو د ودانيو په منځ کې  جوړيږي .هره ورځ په زرګونه زده کوونکی د خپلې ليليې د کړکيو له لارې دغه سټيديوم کتلی شي.          د دغه سټيديم له هر ځای څخه د ساينس او تخنيک او د چاپيريال  ساتنې روحيه ښکاريږي.لکه چې په دغه سټيديوم کې عصری مطبوعاتی سيستم شته او په يو لړ ځانګړو لارو چارو يی د عام سټيديوم په پرتله په سلو کې  ديرش بريښنا سپمولای شي. بر سېره پردې، د دغه پوهنتون داړوندو څانګو زده کوونکو او ښوونکو د دغه سټيديوم په بام کې د باران  د اوبو د راغونډولو او استفادې په اړه څيړنه وکړه او دوی به له باران څخه د استفادې له لارې نباتاتو ته اوبه ورکړی.          د غيږي نيولو سټيديوم سره په پخوا کې د بېجينګ د اولمپيک د سپورتي لوبو د جودو او تکواندو سټيديوم هم د چين د ساينس او تخنيک په پوهنتون کې پروت دی او په دغه سټيديوم کې اته زره څوکۍ شته .  
 | 
| پر دوو ژبو لارښوونه | 
|     
 | 
| 
 |  | 
 | 
| د مېلمنو ليکنځای | 
| © China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |