CRI Online

چين د فوټبال نړيوالو اتلواليو د کوربتوب حق د غوښتنې په اړه مناسبه او پخه رويه غوره کوي.

cri     (GMT+08:00) 2009-10-19 15:18:07

ګرانو او محترمو اورېدونکيو، د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه سپوږمۍ هرکلی کوم. چين په نړۍ کې د فوټبال تر ټولو زيات مينه وال لري. د فوټبال نړيواله اتلوالي په نړۍ کې د فوټبال تر ټولو د مهمې سيالۍ په توګه همېشه زياته پاملرنه راجلبوي. په چين کې د اولمپيک لوبو له بريالۍ تر سره کېدو وروسته زيات وګړي دغه هيله لري چې په ٢٠١٨ يا ٢٠٢٢ کال کې به په چين کې د فوټبال نړيواله اتلوالي تر سره شي. دا د فوټبال زياتو چيني مينه والو يوه ستره هيله هم ده. خو د حيرانتيا وړ خبره دا ده چې چين له جدي غور وروسته د فوټبال د نړيوالو اتلواليو د کوربتوب وړاندی نه دی کړی. د سپورټ او نړۍ پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو درنو اورېدونکيو ته په دې اړه لږ څه معلومات وړاندې کړو.

د فبرورۍ د دوهمې نېټې تر څليرويشتو بجو پورې د اسيا، اروپا، امريکا او اوقيانوس يوولسو هېوادونو د فوټبال نړيوالو اتلواليو د کوربتوب غوښتن ليکونه وړاندې کړل، خو چين په دغه ليست کې نه ليدل کېده.

په ٢٠٠٨ کال کې د چين په پلازمېنه بېجينګ کې د اولمپيک نهه ويشتمې دوبنۍ لوبې په بريالۍ ډول تر سره شوې، نو له دې امله د زياتو نړيوالو خبري رسنيو په أند چين بايد د فوټبال د نړيوالو اتلواليو د کوربتوب غوښتنه وکړي. د فوټبال نړيوالې ټولنې مشر جوسف بلټر هم څو ځله ورته هيله څرګنده کړې ده. دغه راز د

فوټبال زيات چيني مينه وال هم دغه شان هيله لري. ويل کېږي چې ټوله نړۍ په چين کې د فوټبال ټولنې اړوندې پرېکړې ته سترګې په لار ده. نو ځکه د حيرانتيا وړ خبره دا ده چې چين په اخر کې د فوټبال نړيوالو اتلواليو د کوربتوب غوښتنه نه ده کړې. بېجينګي ښاغلي هه هوا لي چې له فوټبال سره زياته مينه لري، په دې اړه وويل

( لومړی اواز)

زه د فوټبال يو مينه وال په توګه هيله لرم چې زما په ښار کې د فوټبال نړيوالو اتلواليو يو لړ په زړه پورې سيالۍ تر سره شي، په تېره بيا د چين ډلې سيالۍ. موږ نه يوازې تر ټولو ښې سيالۍ وګورو، بلکې د بېلا بېلو هېوادونو ډلو لپاره واوا وکړو. موږ ټول په دې اړه سترګې په لار يو.

دغه ځل چين د فوټبال نړيوالو اتلواليو د کوربتوب له غوښتنې څخه لاس واخيست، نو څومره کاله وروسته به د فوټبال نړيوالو اتلواليو سيالۍ په چين کې تر سره شي؟ په چين کې د سپورت اوونيزې ورځپاڼې د عمومي ايډيتر مرستيال ښاغلي ما ده شينګ په أند، ښايي چين په ٢٠٣٤ کال کې د فوټبال نړيوالو اتلواليو د کوربنۍ حق تر لاسه کړي.

( دوهم اواز)

زما په فکر که چين اوسنی فرصت له لاسه ورکړي، نو ژر تر ژره به په ٢٠٣٤ کال کې همداشان فرصت بيا تر لاسه کړي.

زيات وګړي د چين د يادې شوې پرېکړې په اړه ډېره خواشيني څرګنده کړه. خو د چين له دغې پرېکړې څخه څرګندېږي چې چين د فوټبال نړيوالو اتلواليو د کوربنۍ په اړه مناسبه او پخه رويه غوره کوي.

په حقيقت کې د کوربتوب حق د غوښتنې او د يو لړ سياليو د تر سره کېدو لپاره زياتو پيسو، مالونو او کارکوونکيو ته اړتيا شته. د فوبټبال نړيواله اتلوالي همېشه د کوربه هېواد په نهو يا دوولسو ښارونو کې تر سره کېږي چې دا زياتو جدي تياريانو ته اړتيا لري. په بېجينګ کې د اولمپيک لوبو له تر سره کېدو څخه څرګندېږي چې چين د لويو نړيوالو سپورتي سياليو د تر سره کېدو توان لري، خو چين اوس پدې پوه شوی چې د سپورتي سياليو د تر سره کېدو لپاره بايد زيات کارونه او کوښښونه تر سره کړي. د چين د سپورتي چارو عمومي ادارې مرستيال ښاغلي څوی دا لين څو ورځې خبريالانو ته وويل چې د فوټبال نړيوالو اتلواليو تر سره کېدل د اولمپيک لوبو په پرتله دومره اسان کار نه دی.

( درېيم اواز)

د فوټبال نړيوالو اتلواليو تر سره کېدل يو ډېر پيچلی کار دی. زياتو ستونزو، مسئلې او د څېړنې بحث ته اړتيا لري.

ګرانو او محترمو اورېدونکيو، د سپورټ او نړۍ پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته رسېږي. هيله ده چې زموږ پرګرام مو خوښ شوی وی. زه سپوږمۍ ستاسې له اورېدنې څخه ډېره ډېره مننه کوم. هر چېرې چې وې، روغ، جوړ او خوشحاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای