CRI Online

د چين په تيان جين ښار کې د واليبال ښځينه لوبډله

cri     (GMT+08:00) 2009-10-19 15:21:37

ګرانو او محترمو اورېدونکيو، السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه سپوږمۍ هرکلی کوم! د چين د واليبال ملي ښځينه لوبډله په نړۍ کې ډېر زيات شهرت او ډېر پياوړی ځواک لري او د ټولو چينايانو ډېر خوښېږي. د چين په شمال تيان جين ښار کې د واليبال يوه ښځينه لوبډله هم موجوده ده چې په وروستيو اوو کلونو کې د چين د واليبال په ملي ښځينه سياليو کې شپږ ځله لومړی ځای ونيوه. د سپورت او نړۍ پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو درنو اورېدونکيو ته په دې اړه لږ څه معلومات وړاندې کړو.

( لومړی اواز)

موږ اتلان يو، موږ اتلان يو.

تيان جين ښار د چين د مرکزي حکومت تر مستقيمې ادارې لاندې له څلورو ښارونو څخه يو او له پلازمېنې بېجينګ سره ډېر نژدی دی. د ٢٠٠٨ کال د دسمبر په پنځه ويشتمه نېټه تيان جين ښار په ٢٠٠٨ کال کې د چين تر ټولو د نيکمرغه ښار په توګه وټاکل شو. خو د تيان جين اوسېدونکيو لپاره تر ټولو د نيکمرغۍ وړ خبره دا ده چې په دغه ښار کې د واليبال يوه پياوړې ښځينه لوبډله ليدل کېږي. د چين د واليبال په ملي ښځينه سياليو کې چې تازه پای ته ورسېدې، د تيان جين ښار واليبال ښځينه لوبډلې د شانګهای واليبال ښځينه لوبډلې ته د ماتي په ورکولو سره يو ځل بيا لومړی ځای ونيوه چې د مسلسلو شپږو ځلو لپاره اتل ګرځېدلی دی.

د واليبال يادې شوې ښځينه لوبډلې د ٢٠٠٨ کال د مارچ په يودېرشمه نېټه په بريالۍ توګه د امريکا د واليبال ملي ښځينه لوبډلې ته ماتي ورکړه، خو د امريکا ملي ښځينه لوبډلې له پنځو مياشتو وروسته د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې نقره يي مډال تر لاسه کړ. نو له دې څخه د تيان جين ښار د واليبال ښځينه لوبډلې پياوړتيا څرګندېږي. د دغې لوبډلې روزونکي په أند د برياليتوب لامل دا دی چې د دغې لوبډلې ټول غړي د اتلانو زړونه لري.

( دوهم اواز)

زموږ د کوښښونو له لارې د ټولې ډلې همکاري پياوړې شوې ده. موږ ټول د اتلانو زړونه لري، نو ځکه موږ څو ځله برياليتوبونه تر لاسه کړل.

د تيان جين ښار د واليبال ښځينه لوبډله په ١٩٩٣ کال کې جوړه شوې ده چې له دې نه تر اوسه پورې شپاړس کاله تېر شوي دي. په دغو شپاړسو کلونو کې دغه لوبډله له زياتو ستونزو او ننګونو سره مخامخ شوه، خو د برياليتوب او پرمختګ په اړه د دغې لوبډلې باور هېڅ کله له لاسه نه دی ورکړی. د عمده روزونکي وانګ باو چيوان په مشري په دغه لوبډله کې د نه ستومانه کېدونکيو کوښښونو روحيه ټينګه شوې ده. ښاغلي وانګ باو چيوان په دې اړه وويل

( درېيم اواز)

موږ په هره سيالي کې نه ستومانه کېدونکي کوښښونه کوو. يوازې موږ تر خپلې وسې پورې کوښښونه وکړو، نو برياليتوب ترلاسه کولای شو.

د تيان جين ښار اوسېدونکيو په زړه کې د واليبال ښځينه لوبډلې ټول غړي نه يوازې د دوي لپاره د وياړ وړ دي، بلکې هم د دوي لورګانې دي. د دغې لوبډلې روحيه د

تيان جين ښار د ټولو اوسېدونکيو يوه نمونه وګرځېدله. په تېر کال کې په ټول تيان جين ښار کې د واليبال له ښځينه لوبډلې څخه د زده کړې فعاليتونه مروج شوي دي. سره له دې چې زده کوونکي، حکومتي چارواکي او يا ښوونکي ټول له دغې ډلې څخه د برياليتوب تجربې زده کړې دي.

د دغې لوبډلې روزونکي وانګ باو چيوان په دې اړه څرګنده کړه

( څلورم اواز)

زموږ دغه روحيه به هېڅکله بدله نه شي. موږ به په هره سيالي کې د برياليتوب تر لاسه کولو لپاره نه ستومانه کېدونکي کوښښونه وکړو.

ګرانو او محترمو اورېدونکيو، د سپورت او نړۍ پروګرام ننني کړۍ په همدې ځای پای ته رسېږي. هيله ده چې زموږ پروګرام مو خوښ شوی وی. زه سپوږمۍ ستاسې له اورېدنې څخه ډېره ډېره مننه کوم. هر چېرې چې وې، روغ، جوړ او خوشحاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای