CRI Online

د چين د فوټبال د نوي ملي نارينه لوبډلې لومړی ډله ييز تمرين

cri     (GMT+08:00) 2009-10-19 15:29:27

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه سپوږمۍ هرکلی کوم. د مې له پنځه ويشتمې نېټې څخه د جون تر پنځمې نېټې پورې د نوي سر روزونکي ګاو هونګ بو په مشرۍ د چين د فوټبال د نوي ملي نارينه لوبډلې لومړی ډله ييز تمرين تر سره شو چې په ترڅ کې يې د المان، ايران او سعودي عربستان له ملي لوبډلو سره درې سيالۍ وکړې. د سپورټ او نړۍ پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو درنو اورېدونکو ته په دې اړه لږ څه معلومات وړاندې کړو. هيله ده چې تاسې له ما سره د پروګرام تر پايه پورې پاتې شئ!

( لومړی اواز)

دا د چين د فوټبال ملي لوبډلې سر روزونکی ښاغلی ګاو هونګ بو دی.

همدا اوس مو د چين د فوټبال ټولنې مرستيال نان يونګ خبرې واورېد. هغه څو مياشتې مخکې د چين د فوټبال د نارينه ملي لوبډلې د سر روزونکي په توګه د ښاغلي ګاو هونګ بو د ټاکنې اعلان وکړ.

( دوهم اواز)

نن ورځ د چين ټولنه ملي لوبډله ډېره ښه لوبه کوي.

د المان د فوټبال مشهور لوبغاړي ماريو ګومېځ دغه ستاينه رښتينۍ ده. دا چې چين په سياليو کې له المان سره برابره نتيجه تر لاسه کړه او ايران ته يې ماتې ورکړه، له فوټبال سره د چيني مينه والو د خوښۍ لامل وشو. نو ځکه د چين او سعودي عربستان ترمنځ سيالۍ زيات نندارچيان راجلب کړل چې د چين په شمالي ښار تيان جين کې تر سره شو. د چين د فوټبال د نارينه ملي لوبډلې سر روزونکي ښاغلي ګاو هونګ بو په دې اړه وويل

( څلورم اواز)

دا د حيرانتيا وړ ده چې دومره زيات نندارچيان د چيني لوبډلې د واوا لپاره دلته راځي. ځکه چې د سيالۍ ډګر له ښاري سيمې سره ډېر لېری دی او دغه سيالي په ورځ کې تر سره کېږي چې زياتره کسان په خپل کار بوخت دي.

ښاغلي ګاو هونګ بو د دغې لوبډلې د جوړېدو پر وخت زياتو ځوانو لوبغاړيو ته بلنه ورکړې چې ځينو کسانو په دې اړه زيات شکونه درلودل. خو د ښاغلي ګاو هونګ بو په اند، يوه غوره لوبډله غوره لوبغاړيو ته اړتيا لري، خو مشهور لوبغاړي نه. د دغې نوي لوبډلې دوه ويشت کلن ځوان لوبغاړي ژونک هاو په دې اړه وويل

( پنځم اواز)

زه په دغه لوبډله کې د شاملېدو په اړه ډېر پارونکی يم، نو غواړم چې په هره سيالي کې ښه څرګندونه وکړم.

لوبغاړی ژونګ هاو د لومړي ځل لپاره د چين د فوټبال په ملي لوبډله کې شامل شو. د ده په وينا د ده په څېر ټول ځوان لوبغاړي د تمريونو پر وخت ډېر کوښښ او هاند کوي او غواړي چې ښه نتيجه تر لاسه کړي. سر روزونکي ګاو هونګ بو د ځوانو لوبغاړيو له کوښښونو څخه مننه څرګنده کړه او و يې ويل

( شپږم اواز)

زه بايد له دغو ځوانو لوبغاړو څخه مننه څرګنده کړم او ډېر خوشحاله يم چې دوی په هره سيالي کې تر خپلې وسې پورې کوښښ کړی دی.

د هر ځل له تمرين مخکې سر روزونکی ګاو هونګ بو له ټولو لوبغاړيو څخه د شعار ورکولو غوښتنه کوي. دا يوه رواني اشاره ده، ښاغلی ګاو هونګ بو غواړي له دې لارې لوبغاړيو ته څرګند کړي چې يووالی د يوې لوبډلې لازمی کيفيت دی او هم د برياليتوب د تر لاسه کولو ضمانت دی.

( اووم اواز)

فوټبال يوه ډله ييز پروګرام دی. نو د برياليتوب تر لاسه کول ډله ييزې همکارۍ ته اړتيا لري.

ګرانو اورېدونکو، د سپورټ او نړۍ پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته رسېږي. هيله ده چې زموږ پروګرام مو خوښ شوی وی. زه سپوږمۍ ستاسې له پاملرنې څخه ډېره ډېره مننه کوم. هر چېرې چې وئ، روغ، جوړ او خوشحاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای