CRI Online

د چين د بيس بال لوبې له ستونزو سره سره پرمختګ کوي

cri     (GMT+08:00) 2009-10-19 15:29:36

ګرانو دوستانو! السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه احمد زلمی هرکلی کوم. ښاغلی هوانګ جيان هوا اوس ډير مشهور دی. ځکه چې هغه نه يوازی د امريکا د باسکيتبال لوبو د ان بي ای د يوې لوبډلې يو ونډه لرونکی ګرځيدلی بلکې خپلې پانګونې يی د چين سپورټی بازار ته خپرې کړې دي. دغه ځل ښاغلی هوانګ د چين د ځوانانو لپاره د بيس بال په ساحه کې پانګې اچولې دي. په حقيقت کې ښاغلی هوانګ په امريکا کې د بيس بال په ساحه کې ډير مشهور دی ځکه چې پخوا هغه د امريکا د بيس بال د يوې لويې لوبډلې يو پانګه اچونکی او په آسیا کی د دوی استازی و.

سږ کال په جون کې ښاغلی هوانګ جيان هوا اعلان وکړ چې د ده په مشرۍ به د بيس بال شرکت د چين د بيس بال لوبو له ټولنې سره هراړخيزه همکاری وکړي او په راتلونکو ١٥ کلونو کې به دغه شرکت هر کال په چين کې د ځوانانو لپاره د بيس بال لوبو د خپريدو لپاره څو مليونه امريکايی ډالره پانګه واچوي. ويل کيږی چې د بيجينګ له اوليمپيک لوبو وروسته د ښاغلی هوانګ دغه پلان په چين کې د بيس بال لوبې چې دومره پرمختللی نه دي، تر ډيرې اندازې پوری هڅولې دي. په دې اړه ښاغلی هوانګ وويل:

(لومړی اواز)

ټولو ته معلومه ده چې د بيس بال لوبې له ډله ايزې همکارۍ ، تخنيک او هوښيارۍ سره تړاو لري. دغه لوبې په امريکا کې ډير پرمختګ کوي. په امريکا کې د جاپان ، کوريا جمهوريت او د چين د تايوان ښه لوبغاړي ليدل کيږی. زه هيله لرم چې د دغې همکارۍ له لارې د امريکا د بيس بال تجربې چين ته راوړل شي. دغه راز د بيس بال لوبې په چين کې خپرې شي.

اوس د امريکا د بيس بال په ډيرو لويو لوبډلو کې ډير آسيايی لوبغاړی کار کوي. د بلګې په توګه د جاپان لوبغاړی هيديکي ماتسوي او د چين د تايوان لوبغاړی وانګ جيان مين په امريکا کې ډير مشهور دي.

ښاغلی هوانګ هيله لري چې د چين د بيس بال له ټولنې سره د همکارۍ له لارې په چين کې د دغو لوبو ښه بنسټ پريږدی. هغه وويل:

(دوهم اواز)

زموږ د همکارۍ موخه نه يوازی راتلونکی سپورټی ستوری توليدول دي بلکې په چين کې د پراخو ځوانانو لپاره د بيس بال د روزنې شرايط برابر کړي.

د بيجينګ د اوليمپيک لوبو په موده کې د چين د بيس بال لوبډلې ښه کار په چين کې د ښاغلی هوانګ د پانګونې باور ټينګ کړی دی. ښاغلی هوانګ وويل:

(درېيم اواز)

که يو لوبغاړی له دوولس کلن عمر نه مخکی ښه ونه روزل شي زما په اند هغه به يو وتلی لوبغاړی ونه ګرځي. دا په چين کې د ځوانانو لپاره زموږ د پانګونې عمده لامل هم دی.

د چين د بيس بال لوبو د ټولنې مرستيال لي ګاو چاو څرګنده کړه چې دغه لوبې به په ٢٠١٢ کال کې د لندن په اوليمپيک لوبو کې شامل نه شي. نړيوال پولی بحران د ډيرو لوبو ته هم منفی اغېزې ورکړې دي. اوس دغه ټولنه بنسټيزو کارونو ته ډيرې پاملرنې ورکوي. هغه وويل:

(څلورم اواز)

د هرې لوبې د پرمختګ اميد له ځوانانو سره تړاو لري چې د بيس بال لوبې همداسی دي. يوازی بنسټيز کارونه په ښه توګه ترسره شي، دغه لوبې به په دايمی توګه پرمختګ وکړي.

اوس په چين کې د بيس بال لوبې په ايبتدايی توګه پرمختګ کوي. ښاغلی هوانګ باور هم لري چې په چين کې به د بيس بال زيات ستوری پورته شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای