CRI Online

د ډايف کولو په لوبه کې نړيواله سويه ډېره لوړه شوې ده.

cri     (GMT+08:00) 2009-10-19 15:29:44

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه سپوږمۍ هرکلی کوم. د جولای په پنځه ويشتمه نېټه د لامبو وهلو پروګرام په ديارلسمه نړيواله اتلوالي کې د ډايف کولو ټولې لوبې د ايټاليا په روم کې پای ته ورسېدې. چيني لوبډلې د ډايف کولو په ټولو لوبوکې له لسو طلايي مډالونو څخه اووه وګټل چې که څه هم يې زياتره طلايي مډالونه تر لاسه کړي، خو د نورو هېوادونو د لوبډلو پياوړی توان او وس يې هم احساس کړی دی. د سپورټ او نړۍ پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو درنو اورېدونکو ته په دې اړه لږ څه معلومات وړاندې کړو. هيله ده چې تاسې له ما سره د پروګرام تر پايه پورې پاتې شئ!

د بريټانيا د ريوترس اژانش د يادې شوې نړيوالې اتلوالۍ د ډايف کولو د ټولو لوبو په اړه داسې څرګندونې وکړې: د چين د ډايف کولو لوبډلې چې د خوب ټيم په نامه يادېږي، دوه کاله مخکې د استراليا په مېلبورم ښارکې د لامبو وهلو د تېرې دورې د نړيوالې اتلوالۍ د ډايف کولو په لوبو کې له لسو طلايي مډالونو څخه نهه وګټل او يو کال وړاندې يې د بېجينګ د اولمپيک لوبو د ډايف کولو په پروګرام کې له اته طلايي مډالونو څخه اووه طلايي مډالونه تر لاسه کړل. دغه راز په روم کې د يادې شوې نړيوالې اتلوالۍ د ډايف کولو په لوبو کې د چيني لوبډلې موخه بايد لږ تر لږه د نهو طلايي مډالونو ګټل وای، خو په حقيقت کې يې يوازې اووه طلايي مډالونه لاسته راوړي دي. د چيني لوبډلې په وړاندې زيات پياوړي او ځواکمن سيالان ليدل کېږي، د بېلګې په توګه يو دېرش کلنه روسي ښځينه لوبغاړې پخالينا، دوه ويشت کلنه مکسيکويي ښځينه لوبغاړې پاوله، پنځلس کلن بريتانيايي نارينه لوبغاړی ډېلي او داسې نور. شونې ده چې دوی به په راتلونکې کې د ډايف کولو په لوبو کې له چيني لوبغاړيو سره زياتې سختې او تيزې سيالۍ وکړي.

په حقيقت کې روسي ښځينه لوبغاړې پخالينا پر يو متر تختې د ډايف کولو په ښځينه لوبه کې د چين مشهورې لوبغاړې وو مينګ شيا ته ماتي ورکړه، مکسيکويي ښځينه لوبغاړې پاوله پر لس متره ډګر د ډايف کولو په ښځينه لوبه کې د دوو چيني لوبغاړيو پر ځای طلايي مډال تر لاسه کړ او پر لس متره ډګر د ډايف کولو په نارينه لوبه کې طلايي مډال ګټونکی بريتانيايي لوبغاړی ډېلي د ډايف کولو په پروګرام کې د هېري پوټر په نامه يادېږي. نو په دغه لوبه کې د نورو هېوادونو او چين د سويې ترمنځ واټن ولی دومره نژدی شوی؟

تر هر څه لومړی، اوس د زياتو هېوادونو په لوبډلو کې چيني روزونکي ليدل کېږي. دوی د دغو هېوادونو د سويې د لوړولو لپاره ستر رول لوبولی دی. د بېلګې په توګه، د مکسيکويي ښځينه لوبغاړې پاوله روزونکی چينايي مېرمن ما جين، د بريتانيايي نارينه لوبغاړي ډېلي لومړی روزونکی د بريټانيايي لوبډلې پخوانی سر روزونکی چينايي ښاغلی چين ون او د استراليايي لوبډلې چيني روزونکی ښاغلی تونګ هوی. داسې چيني روزونکي نه يوازې ډېر وتلي او تکړه دي، بلکې هم زياتې ځانګړي تجربې په لاس کې لري. دوه ويشت کلنه مکسيکويي ښځينه لوبغاړې پاوله د طلايي مډال له تر لاسه کولو وروسته په ځانګړي توګه له خپلې چيني روزونکې څخه مننه څرګنده کړه.

( لومړی اواز)

زما روزونکی زما لپاره ډېر مهم دی او زموږ ترمنځ اړيکې ډېرې نژدې دي. هغه پر ما ډېره ګرانه ده او زما لپاره يې زيات کارونه کړي دي. د دې په مرسته ما برياليتوب تر لاسه کړ.

د دې تر څنګ له دې وروستيو څو کلونو راهيسې زياتو هېوادونو او سيمو د ډايف کولو په پروګرام کې زياتې پانګې واچولې، زيات غوره لوبغاړي يې وروزل او په زياتو نړيوالو لوبو کې يې زياتې تجربې راغونډې کړې. د چين د ډايف کولو لوبډلې د مشرې مېرمنې جو جي هونګ په اند د بېلا بېلو هېوادونو لوبډلې به په راتلونکې کې په پر له پسې توګه پر چيني لوبډلې له ننګونو سره مخامخ کړي.

( دوهم اواز)

بهرني لوبغاړي به په راتلونکې کې نه يوازې په مفرده، بلکې هم د دوه کسيزو لوبو کې چيني لوبغاړي له ستر ګواښ سره مخامخ کړي.

د چين مشهورې لوبغاړې وو مينګ شيا چې د بېجينګ د اولمپيک لوبو د ډايف کولو په پروګرام کې يې طلايي مډال تر لاسه کړی، وويل چې په روم کې زموږ ناکامي ښايي بد کار نه وی. موږ کولای شو ترې زياتې تجربې راغونډې کړو او په راتلونکې کې د لا سترو برياليتوبونو د تر لاسه کولو لپاره زيات کوښښونه وکړو.

( شپږم اواز)

د ډايف کولو په لوبه کې نړيواله سويه په پر له پسې توګه لوړېږي. د چيني لوبډلې لوړوالی او ښيګڼه دومره زياته نه ده. په روم کې زموږ له ناکامۍ څخه زياتې مسئلې څرګندې شوې دي چې دا زموږ لپاره ډېره ښه تجربه ده.

ګرانو او ښاغلو اورېدونکو، د پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته رسېږي. هيله ده چې زموږ پروګرام مو خوښ شوی وی. زه سپوږمۍ ستاسې له پاملرنې څخه ډېره ډېره مننه کوم. هر چېرې چې وئ، روغ، جوړ او خوشحاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای