CRI Online

زيات چيني ځوانان او ماشومان د تيبال له لوبې څخه زيات خوند اخلي.

cri     (GMT+08:00) 2009-10-19 15:29:47

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه سپوږمۍ هرکلی کوم. د نرم بيسبال چې انګليسي نوم يې TEEBALLدی، د لا زياتو کسانو ترمنځ د بېسبال لوبې د مروجولو لپاره په ځانګړي توګه يوه طرحه شوې لوبه ده. د دغې لوبې سيالي د بېسبال په شان ډېره تيزه او تلوسه يې زيات دی. خو د بيسبال لوبې په پرتله د سيالۍ قاعده يې ډېره ساده، د ډګر شرايط يې هم ټيټ دي او په دغه لوبه کې بايد د ګډون کوونکو شمېر زيات وی. برسېره پر دې، د تيبال لوبې په سيالۍ کې يو ډول نرم توپ کارول کېږي او د توپ وهلو لرګی هم بايد نرم وي، نو دغه لوبه د لوبه کوونکيو لپاره ډېره امنه او خوندي ده او په ښوونځيو کې د دغې لوبې تر سره کېدل ډېر مناسب کار دی. د تيبال لوبه د يوې ډله ييزې لوبې په توګه د ځوانانو او ماشومانو لپاره يوه ډېره ښه سپورټي لوبه ګڼل کېږي چې د زده کوونکيو چټک غبرګونونه او يو له بل سره د همکارۍ توان روزلای شي. د امريکا او جاپان په ګډون څو هېوادونو کې چې د بيسبال لوبې په برخه کې پياوړی توان لري، د تيبال لوبه له لس کلنۍ څخه د هر کشر زده کوونکي يو لازم درس شوی دی. نن ورځ دغه لوبه د چين په زياتو ښوونځيو کې هم مروج شوې ده. د سپورټ او نړۍ پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو درنو اورېدونکيو ته په دې اړه لږ څه معلومات وړاندې کړو. هيله من يم چې تاسو له ما سره د پروګرام تر پايه پورې پاتې شئ!

څو ورځې مخکې د تيبال لوبې د لومړې دورې ملي اتلولي د بېجينګ ښار په شون يي سيمه کې پای ته ورسېده. په دغه اتلولي کې د چين له څوارلسو ښوونځيو څخه راغلو يو سلو اته اتيا تنو زده کوونکيو سيالۍ وکړې. دغو زده کوونکو د خپل غوره مهارت او وتلي ډله ييزې همکارۍ له لارې د دغې لوبې له سياليو څخه زيات خوند واخيست چې د نندارچيانو په زړونو کې يې ژورې خاطرې پرې ايښې دي.

د ان هوی ولايت د هوای بۍ ښار ازمويښتي لومړنی ښووونځي لوبډله په ياده شوې اتلولي کې تر ټولو غوره لوبډله ده. لامل يې دا دی چې دغه لوبډله يو ډېر غوره تجربه لرونکی روزونکی لري. شپېته کلن جاپانی فوکوميتسو همدغه غوره روزونکی دی. د ده په اند د بيسبال له امله هغه اوس ډېر ځوان شوی دی. چين ته له راتګ مخکې ښاغلی فوکوميتسو د جاپان د چيبا په ولايت کې د بيسبال لوبې د مسلکي ټولنې مرستيال و چې په تېرو دېرشو کلونو کې يې دغه لوبه کړې ده او يوه خپله مسلکي لوبډله لري. هغه وويل

( لومړی اواز)

اوس زه په هوای بۍ ښار کې خپل رسمي کار لرم، خو بيسبال لوبه مې ډېر خوښوم، نو ځکه تل د بيسال لوبې په اړه کار پيدا کوم. د هوای بۍ ښار د ازمويښتي لومړني ښوونځي يو ښوونکی زما ملګری دی، نو موږ سره يو ځای په ټول ښار کې څوارلس ماشومان غوره کړې او يوه لوبډله مو جوړه کړې ده.

په دغه لوبډله کې تر ټولو غوره لوبغاړی د هوای بۍ ښار د ازمويښتي مکتب په درېيم ټولګي کې يو عام زده کوونکی هلک جو چنګ لونګ دی. دغه زده کوونکی د خپلې لوبډلې د برياليتوب تر لاسه کولو لپاره زياتې هلې ځلې کړې دي. د هلک جو چنګ لونګ مور مېرمن وانګ شياو لي له سياليو وروسته خبريالانو ته وويل چې د دې زوی په هره اوونۍ کې درې ځله تمرين کوي، خو د ده پر عادي زده کړې يې هېڅ منفي اغېزه نه ده کړې، برعکس جو چنګ لونګ د زده کړې په ترڅ کې لا نور کوښښ کوي. مېرمن وانګ څرګنده کړه چې هغه به په دايمي توګه د دغې لوبې د لوبولو په برخه کې د خپل زوی ملاتړ وکړي.

جاپانی روزونکی فوتوميتسو هم هيله لري چې داسې ماشومان به تل د دغې لوبې پر کولو ټينګار وکړي. هغه غواړي د خپلې لوبډلې ټول لوبغاړي جاپان ته بوزي او له جاپاني کوچنيو لوبغاړيو سره سيالي وکړي.

( درېيم اواز)

درې کاله وړاندې ما دغه لوبډله جوړه کړې او لوبغاړي يې ټول د لومړني ښوونځي په درېيم ټولګي کې عام زده کوونکي دي. خو زه يوه هيله لرم چې درې کاله وروسته د سياليو لپاره دغه ماشومان جاپان ته بوزم او له جاپاني ماشومانو سره سيالي وکړي. د دغو چيني ماشومانو بدني کيفيت ډېر ښه او غوره دی، نو زه باور لرم چې دوی به بری ومومي.

ګرانو اورېدنکو، د سپورټ او نړۍ پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته رسېږي. هيله ده چې زموږ پروګرام مو خوښ شوی وی. زه سپوږمۍ ستاسې له پاملرنې څخه ډېره ډېره مننه کوم. هر چېرې چې وئ، روغ، جوړ او خوشحاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای