CRI Online

د اسيا بېلا بېل هېوادونه او سيمې د ګوانګ جو اسيايي لوبو ته سترګې په لار دي.

cri     (GMT+08:00) 2009-11-20 14:47:29

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه سپوږمۍ هرکلی کوم. د شپاړلسمې دورې اسيايي لوبو د پلاويو مشرانو غونډه د نومبر له يوولسمې نېټې نه تر ديارلسمې نېټې پورې د چين په ګوانګ جو ښار کې تر سره شوه. د اسيا د بېلا بېلو هېوادونو او سيمو برخه والو استازيو په جلا جلا توګه څرګنده کړه چې دوی په ٢٠١٠ کال کې د ګوانګ جو اسيايي لوبو ته سترګې په لار دي او غواړي په دغو لوبو کې ښې لاسته راوړنې تر لاسه او خپل منځي دوستي ژوره کړي. د سپورټ او نړۍ پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو درنو اورېدونکو ته په دې اړه لږ څه معلومات وړاندې کړو.

د کوريا جمهوريت د سپورټي چارو په برخه کې په اسيا کې يو پياوړی هېواد دی. د تېرو دوو دورو په اسيايي لوبو کې د دغه هېواد پلاوي د تر لاسه شويو طلايي مډالونو په ليست کې تل دوهم ځای نيولی دی. د کوريا جمهوريت د پلاوي مشر ښاغلي پارک يانګ چون چې اوس په ګوانګ جو ښار کې په ياده شوې غونډه کې ګډون کوي، څرګنده کړه چې د ده پلاوی به د ګوانګ جو په اسيايي لوبو کې د ښو پايلو د ګټلو په موخه کوښښ وکړي. هغه د سي ار ای خبريلانو ته وويل

( لومړی اواز)

موږ د غش ويشتلو، تکواندو او فوټبال په ګډون زياتو پروګرامونو کې پياوړی ځواک لرو او په ٢٠٠٨ کال کې مو د بېجينګ د اولمپيک لوبو د بېس ټوپ په پروګرام کې هم يو طلايي مډال تر لاسه کړی دی. که څه هم په سپورټي برخه کې د کوريا جمهوريت ځواک له چين نه لږ څه کمزوری دی، خو موږ به تل کوښښ وکړو، د ګټونکو مډالونو شمېر زيات او خپل خوب رښتيا کړو.

په اسيا کې جاپان هم په سپورټي ډګر کې يو پياوړی هېواد ګڼل کېږي. د جاپان د پلاوي مشر ياناګيا ناويا څرګنده کړه چې جاپان ښايي د ګوانګ جو په اسيايي لوبو کې د ګډون لپاره يو زر کسيزه پلاوی ورولېږي او غواړي د جودو، لامبو وهلو، جمناستيک، غېږ نيولو او ماراتون په شمول زياتو پروګرامونو کې ښې نتيجې تر لاسه کړي. هغه زياته کړه چې د ګوانګ جو اسيايي لوبې به د اسيا د سپورټي چارو د پرمختګ لپاره زيات اهميت ولري، د اسيا بېلا بېل هېوادونه او سيمې بايد سره نژدې همکاري وکړي.

( دوهم اواز)

تر هغه وخت پورې به د اسيا پنځه څلوېښت هېوادونه او سيمې ګوانګ جو ښار ته خپل پلاوي ورولېږي. دغه اسيايي لوبې به نه يوازې د خپل منځي دوستۍ د ټينګولو، بلکې د اسيا د سپورټي سويې د لوړولو، د اسيايانو د بدني کيفيت د پياوړتيا او د اسيايانو د بدني توان د ښودلو په برخو کې هم ډېرې مهمې لوبې وي. نو ځکه زه غواړم بېلا بېل ګډون کوونکي هېوادونه او سيمې د ګوانګ جو اسيايي لوبو له تشکيلاتي کميسيون سره لاسونه يو کړي او د دغو لوبو د بريالي تر سره کېدو لپاره ګډ کوښښ وکړي.

په هند کې د اولمپيک د ملي کمېټې لوړ پوړي چارواکي او د دغه هېواد د پلاوي د مشر پراسد په وينا، هند غواړي د ګوانګ جو په اسيايي لوبو کې د تېرو دورو په پرتله تر ټولو زيات مډالونه تر لاسه کړي. د ده په اند، هند د غش ويشتلو، اتلاتيک، بوکسنګ، د وزن پورته کولو، شطرنج او کرکيټ په پروګرامونو کې د طلايي مډالونو د تر لاسه کولو توان لري. هغه زموږ خبريالانو ته وويل

( پنځم اواز)

اوس اړوندې تياريانې پيل شوې دي. ټولې سپورټي ډلې د هېواد په کچه بېلا بېلو تمريني اډو کې جدي تمرينونه کوي. دوی به هم د تياريانو تر څنګ په رنګا رنګ نړيوالو سياليو کې سيالۍ وکړي. موږ د څومره مډالونو د تر لاسه کولو موخه نه لرو، خو موږ به هرومرو د تېرو څو دورو په پرتله نور زيات مډالونه لاسته راوړو.

ښاغلي پرسد زياته کړه چې چين په ١٩٩٠ کال کې د اسيايي لوبو کوبتوب کړی او په ٢٠٠٨ کال کې يې د اولمپيک لوبې هم تر سره کړې، نو موږ ټول په ٢٠١٠ کال کې د ګوانګ جو د اسيايي لوبو برياليتوب ته سترګې په لار يو.

ګرانو اوېدونکو، د سپورټ او نړۍ پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته رسېږي. هيله ده چې زموږ پروګرام مو خوښ شوی وي. زه سپوږمۍ ستاسې له پاملرنې څخه ډېره ډېره مننه کوم. هر چېرې چې وئ، روغ، جوړ او خوشحاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای