د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې له چين سره د اړيکيو په هکله د لسو نړيوالو دوستانو ټاکنه اغېزناکه ده چې د چين د نړيوالې راډيو، له نورو هېوادونو سره د چين د خلکو د دوستۍ ټولنې او د چين د بهرنيو کارپوهانو د ادارې له خوا په ګډه سره جوړه شوې ده.
د چين له نړيوالې راډيو پرته، د چين مرکزي تلويزيون، د خلکو ورځپاڼې او د سين هوا اژانس ويبپاڼې په شمول ځينو خبري رسنيو اړوند خبرونه خپاره کړل. د دې ترڅنګ دغه ټاکنه د انټرنېټ کارونکيو په منځ کې سخت غبرګونونه رامنځته کړي دي. سربېره پردې په چين کې د هسپانيا لوی سفير کارلوس بلاسکو ويلا، په چين کې د اروپايي ټولنې لوی سفير سيرګ ابو او د چين مشهور ډيپلوماټ وو جيان مين د دغې ټاکنې مثبته ارزونه وکړه.
ژباړوکې : غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |