CRI Online

پر ټاپو چاپېر د باسيکلونو له سيالۍ سره يو ځای های نان ولايت ته سفر وکړئ

cri     (GMT+08:00) 2009-11-30 21:01:43

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه سپوږمۍ هرکلی کوم. پر های نان ټاپو چاپېر د باسيکلونو سيالي چې هر کال يو ځل جوړېږي، څو ورځې مخکې په خوشحاليو سره پای ته ورسېدله. هر کال د دغې سيالۍ کچې په پر له پسې لوړېدو سره مخ په زياتېدونکي بهرني لوبغاړي په دغه سيالي کې د ګډون په موخه های نان ټاپو ته راجلبېږي. دوی په های نان کې د تيزې سيالۍ په ترڅ کې هم د دغه ټاپو ښکلې منظرې احساس ليدل هم کوي. د نړۍ او سپورټ پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو درنو اورېدونکو ته په دې اړه څه نا څه معلومات وړاندې کړو.

خواړه: د چين های نان ولايت څلورې خواوې د سمندر له خوا چاپېره شوې دي. نو د وچې ځمکې په پرتله په دغه ولايت کې زيات سمندري ژوي او خواړه خوړلای شي چې خورا خوندور، تازه او ارزان دي. زيات سيلانيان دلته په بازارونو کې لومړی لږ څه سمندري خواړه واخلي او بيا به د چمتو کولو يا پخلولو لپاره يو رستورانت پيدا کړي. دغه راز دوی ډېر ارزان او تازه سمندري ژوي خوړلای شي. د چين د ماک بورو د موټرونو ټيم لوبغاړی ښاغلي وانګ مې ينګ د های نان ولايت په مرکز سان يا ښار کې د سمندري ژويو له خوړلو وروسته د خوندورو خوړو ډېره ستاينه کړې ده. هغه وويل

( لومړی اواز)

دا زما لومړی ځل دی چې های نان ټاپو ته راځم. دلته هوا ډېره ښه، منظره يې په زړه پورې او سمندري ژوي يې هم ډېر خوندور دي.

های نان ټاپو يوه ډېره توده سيمه ده. په دغه ټاپو کې رنګا رنګې خوندرې ميوې کرل کېږي چې ځينې يې ډېر لږ ليدل کېږي. نو کله چې سيلانيان های نان ولايت ته راځي، نو پر سيلانۍ او د سمندري ژويو پر خوړولو برسېره هم د تودې سيمې رنګا رنګې ميوې خوړلای شي. د دغه ولايت د دان جو د سيالۍ په ترڅ کې د شي ليان په نام يو کرنيز فارم د غوره لوبغاړيو لپاره د های نان ولايت له خوا کرل کېږي لوي جکفروټونه چې يو ډول د تودو سيمو مېوه ده، برابر کړي دي. د چين د ملي ډلې لوبغاړی ښاغلي هوی ګوه دغه جکفروټ خپل روزونکي ته ورکړی او څرګنده يې کړې چې هغه به دغه مېوه له خپلو همکارانو سره يو ځای شريکه کړي.

( دوهم اواز)

هغه جکفروټ لا تر اوسه هم په موټر کې پاتی دی. سبا به زه له ټولې ډلې سره يو دغه مېوه وخورم.

پر سمندري ژويو او د تودې سيمې پر مېوو برسېره های نان ولايت څلور مشهور خواړه هم لري چې نومونه يې ون چانګ چرګ، دونګ شان پسه، هه له چنګاښ او جيا جي هيلۍ دي. د اوکراين لوبغاړي يوري له ون چانګ چرګ سره زياته علاقه څرګنده کړه او و يې ويل

( درېيم اواز)

که په نننۍ ماښامنۍ ډوډۍ کې ون چانګ چرګ شته وای، نو زه به هرومرو زيات وخورم.

پر های نان ټاپو چاپېر د باسيکلونو سيالي په نهو پړاوونو ويشل کېږي. نو ځکه لوبغاړي د سيالۍ په ترڅ کې هره ورځ په بېلا بېلو ښارونو يا ځايونو کې اوسېږي. نو ټول کارکوونکي او لوبغاړي هره ورځ بايد د اوسېدلو له ستونزې سره مخامخ شي، په تېره بيا که پړاوييزه سيالي په ځينو وروسته پاتې ولسواليو کې روانه ده. خو د حيرانتيا وړ خبره دا ده چې په ټوله سيالي کې د اوسېدو شرايط د خوښۍ وړ دي. د بېلژيک لوبغاړي دريک د سيالۍ دغه ارزونه داسې وکړه

 

( څلورم اواز)

دغه سيالي ډېره ښه تنظيم شوې ده او تشکيلاتي کمېټه يې هم ډېره فعاله ده. هر کله چې زه تازه دلته رسېدلی يا ژر به بېرته خپل هېواد ته ولاړ شم، دلته ټولو کارکوونکو او شرايطو پر ما ژوره خاطره ايښې ده، د بېلګې په توګه ډېر په زړه پوري پرانيستونکي مراسم. د يادونې وړ خبره دا ده: هغه هوټلونه چې موږ پکې اوسېدلو، هم ډېر جګ پوړي دي. باور دی چې د راتلونکي کال سيالي لا نور هم ښه شي.

ګرانو اورېدونکو، د نړۍ او سپورټ پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته رسېږي. هيله ده چې زموږ پروګرام مو خوښ شوی وی. زه سپوږمۍ ستاسې له پاملرنې څخه ډېره ډېره مننه کوم. هر چېرې چې وئ، روغ، جوړ او خوشحاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای