CRI Online

په چين کې د فوټبال پنځه کسيزه لوبه چټک پرمختګ کوي.

cri     (GMT+08:00) 2009-12-08 11:40:23

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه سپوږمۍ هرکلی کوم. د ٢٠٠٩ کال د ختيځې اسيا په کور دننه د پنځه کسيزه فوټبال اتلوالي د تېر نومبر په پای کې په بېجينګ کې تر سره شوه چې د چين، کوريا جمهوريت او جاپان په شمول اووه ډلې په کې سره سيالې کړې وې. د چين ملي ډلې په لومړۍ سيالي کې د صفر په مقابل کې درويشتو سره د ګوام ټاپو ډلې ته ماتې ورکړه، تر دې وروسته يې په وار سره د کوريا جمهوريت او د چين د تای بۍ په ګډون له څو ډلو سره په سياليو کې برياليتوبونه تر لاسه کړي او په پايلوبه کې يې پنځه د څلورو په مقابل کې جاپان ته د ماتې په ورکولو سره اتلوالي وګټله. دغه راز د چين ډله په راتلونکي کال کې د ٢٠١٠ کال د اسيا په کور دننه د پنځه کسيزه فوټبال په اتلوالي کې د ګډون حق تر لاسه کړی دی. د سپورټ او نړۍ پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو درنو اورېدونکو ته په دې اړه څه نا څه معلومات وړاندې کړل.

( لومړی اواز)

موږ د خپلې پياوړې روحيې په اتکا اتلوالي تر لاسه کړه. که څه هم د پايلوبې په پای کې موږ ډېر ستړی شوی، خو لا هم مو د سيالۍ تر پايه پورې په ټينګه مقابله وکړله. د جاپان ډله په اسيا کې ډېر پياوړی ځواک لري. موږ د نننۍ سيالۍ د پايلې په اړه ډېره خوښي احساسوو. که موږ خپلو نه ستومانه کېدونکو کوښښونو ته همداسې دوام ورکړو، نو هرومرو به لا نورې ښې پايلې تر لاسه کړو.

د چين لوبغاړي لي شين د سي ار ای خبريال ته وويل چې له جاپاني ډلې سره زموږ سيالي ډېره تېزه وه. له دې امله چې تر اوسه پورې هېڅ شرکت د چين د پنځه کسيز فوټبال له لوبډلې سره مالي مرسته نه ده کړې، نو لوبغاړي يوازې د يوولس کسيز فوټبال د ملي ډلې جامو په اغوستلو سره سيالۍ کړې دي. له دې سره سره لوبغاړي لي شين لا هم غواړي دغه اهميت لرونکې جامې په مينه وساتي.

د چين لوبډلې په دغو يو لړ سياليو کې خپله ډېره وتلې سويه څرګنده کړې او زياتې ستاينې يې تر لاسه کړې دي. د چين د فوټبال ټولنې مرستيالې مېرمن شو لي د دغې لوبډلې لوړه قدرداني وکړه او و يې ويل

( دوهم اواز)

زموږ لوبډلې د دغې اتلوالۍ په ترڅ کې خپله رښتينۍ سويه ښودلې ده. دوی د دغې اتلوالۍ له پيل مخکې پر خپل ځان پوره باور څرګند کړی او په هره سيالي کې يې تر وروستې بريده کوښښونه کړي، نو ځکه دوی په پای کې اتلوالي تر لاسه کړې ده.

مېرمن شو لي د دغې لوبډلې له برياليتوب څخه هم ډېره خوشحاله ده. شپږ کاله دمخه چين د پنځه کسيزه فوټبال خپله لومړۍ لوبډله جوړه کړه او له وروستيو شپږو کلونو راهيسې د چين د فوټبال ټولنې مرستيالې شو لي د دغې لوبډلې د روزنې لپاره ډېر زيات کارونه او هڅې کړې دي. دا چې د پنځه کسيزه فوټبال لوبه په چين کې ډېره مروجه نه ده او کسان په دې لوبه کې دومره زيات معلومات نه لري، نو ځکه دغه لوبډله د پرمختګ په بهير کې تل د پيسو له کمښت سره مخامخ ده.

د چين د پنځه کسيزه فوټبال لوبډلې ټول لوبغاړي مسلکي لوبغاړي نه دي. دوی هره ورځ د تمرينونو تر څنګ هم بايد د زده کړې خپله دنده بشپړه کړي او يا خپل کار تر سره کړي. زيات اروپايي هېوادونه د پنځه کسيزه فوټبال مسلکي لوبډلې لري او په جنوبي امريکا کې دغه لوبه ډېره مروجه ده. که څه هم په چين کې دغې لوبې په چټکۍ سره پرمختګ کړی، خو لا هم زياتو تجربو او تمرينونو ته اړتيا شته.

د چين د يوولس کسيزه فوټبال لوبډله تل دومره ښه پايله نه ده ګټلې، خو په کور دننه د پنځه کسيزه فوټبال لوبډله ورځ په ورځ پياوړې کېږي. کله چې دغه لوبډله سيالي کوله، د چين د فوټبال ټولنې مرستيال نان يونګ به يې هم ننداره کوله. هغه وويل

( درېيم اواز)

ما د دغې سيالۍ له کتلو وروسته د دغې لوبډلې نه ستومانه کېدونکې روحيه احساس کړې ده. زه هيله لرم چې د هر يو لوبغاړي د کوښښونو له لارې لا نورې ښې نتيجې تر لاسه شي.

ګرانو اورېدونکو، د سپورټ او نړۍ پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته رسېږي. هيله ده چې زموږ پروګرام مو خوښ شوی وی. زه سپوږمۍ ستاسې له پاملرنې څخه ډېره ډېره مننه کوم. هر چېرې چې وئ، روغ، جوړ او خوشحاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای