CRI Online

د چين د نړيوالو دوستانو په اړه د سيالۍ د جايزې ورکولو مراسم ترسره شول.

cri     (GMT+08:00) 2009-12-08 18:33:55

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، له چين سره د نژدې اړيکو په نامه د نړيوالو دوستانو په اړه د انټرنيټي سيالۍ د جايزې ورکولو مراسم د ډسمبر د اتمې نېټې له غرمې وروسته د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې تر سره شول.

د چين د راډيوګانو، فلمونو او تلويزيونونو د عمومي ادارې مشر وانګ تای هوا او د چين د نړيوالې راډيو، د چين د خلکو د بهرنۍ دوستۍ ټولنې او د چين د بهرنيو کارپوهانو د ادارې مشرانو د ټايلنډ د شهزادګۍ ماها چاکري سريندهورن، جاپاني موريهيکو هراماتسو او د نورو اتو جايزه ګټوونکو خپلوانو ته جايزې ورکړل شوې.

د ټايلنډ شهزادګۍ سريندهورن د جايزه ګټوونکو په استازيتوب په دغو مراسمو کې وينا وکړه.

ژباړونکې غوټۍ

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای