د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو د دايمي کميسيون غړي او د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د دولتي کميټې مشر جيا چينګ لين د ډسمبر په ٨ مه نېټه په بېجينګ کې د ټايلنډ د شهزادګۍ سيريندهورن په شمول له هغو نړيوالو دوستانو سره وکتل چې له چين سره د دوستۍ د ټينګولو په اړه د لسو نړيوالو دوستانو په ټاکنه کې يې ګډون کړی وو. هغه د چين د حکومت او خلکو په استازيتوب له چين سره د مرستې لپاره له ټولو نړيوالو دوستانو څخه د زړه له کومې مننه څرګنده کړه.
هغه زياته کړه، د چين خلک د نوي چين د ابادۍ په بهير کې له خپل وطن سره د مرستې لپاره د بېلا بېلو هېوادونو دوستان په ياد لري. دغې ټاګنې د چين د خلکو ګډون راجلب کړی او ښه غبرګونونه يې رامنځته کړي دي.
ژباړونکې: غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |