CRI Online

په ٢٠١٠ کال کې د ځينو تيزو سپورټي سياليو په اړه معلومات

cri     (GMT+08:00) 2010-01-05 15:58:50

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه سپوږمۍ هرکلی کوم. ٢٠٠٩ کال تېر شوی دی او ٢٠١٠ کال اوس رارسېدلی دی. په ټوله نړۍ کې سپورتي مينه وال اوس د زياتو تيزو سپورټي سياليو نندارې ته سترګې په لار دي. ځکه چې په ٢٠١٠ کال کې به زياتې په زړه پورې او تيزې سپورتي سيالۍ نړيوالو ته وړاندې شي چې ستاسو د پاملرنې وړ وي. د سپورټ او نړۍ پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو درنو اورېدونکو ته په دې اړه څه نا څه معلومات وړاندې کړو.

کله چې د شمالي ځمکني کرې په زياتره سيمه کې سختې واورې اوري، په ٢٠١٠ کال کې به ځيني مهمې سپورټي سيالۍ هم پيل شي. د فبرورۍ له دوولسمې نېټې څخه تر اته ويشتمې نېټې پورې به د ٢٠١٠ کال د اولمپيک ژمنۍ سپورټي لوبې د کانادا په ونکوير کې تر سره شي. د دغو ژمنيو سپورټي لوبو په ترڅ کې به د مختلفو هېوادونو زيات نامتو او غوره لوبغاړي پر يخ د توپ لوبې، سکي وهلو او پر يخ د غشي ويشتلو په ګډون زياتو سپورټي پروګرامونو کې سره سيالۍ وکړي.

د روان کال د جون په مياشت کې به جنوبي افريقا د ټولې نړۍ د پاملرنې وړ ځای وګرځي. ځکه چې د جون له يوولسمې نېټې نه د جولای تر يوولسمې نېټې پورې به د دغه هېواد په څو ښارونو کې د فوټبال نړيواله اتلوالي روانه شي چې په هر څلورو کلونو کې يو ځل جوړېږي. د بېلا بېلو هېوادونو دوه دېرشو ملي لوبډلې او د فوټبال لس ګونه مليونه تنه مينه وال به د فوټال شوق او ذوق سره شريک کړي. د فوټبال نړيواله اتلوالي په ټوله نړۍ کې د فوټبال پروګرام تر ټولو لوړ پوړې سپورټي پېښه ده او د اولمپيک له سپورټي لوبو او F1د موټرو له سياليو سره يو ځای د ټولې نړۍ تر ټولو درې تيزې سپورټي لوبې ګڼل کېږي.

د ٢٠١٠ کال د اګست په اوولسمه نېټه به د ځوانانو لپاره د اولمپيک د لومړۍ دورې دوبنۍ سپورټي لوبې د اسيا په سينګاپور کې نړيوالو ته وړاندې شي. تر هغه وخت پورې به نژدې درې زره او دوه سوه تنه لوبغاړي او اته سوه تنه ريفرين په دغه هېواد کې راغونډ شي او په دوولسو ورځو کې به د شپږويشتو لويو پروګرامونو سيالۍ تر سره شي. د يادونې وړ خبره دا ده چې په يادو شويو سپورټي لوبو کې به ټول ګډون کوونکي لوبغاړي له څوارلس کلن نه تر اتلس کلن پورې ځوانان وي.

د ٢٠١٠ کال په پای کې به د چين په جنوبي ښار ګوانګ جو کې يوه بله سپورټي پېښه وشي. د راتلونکي نومبر له دوولسم نېټې نه د دسمبر تر اووه ويشتمې نېټې پورې به د اسيا د شپاړلسمې دورې سپورټي لوبې په دغه ښار کې تر سره شي. د اسيا سپورټي لوبې په اسيا کې تر ټولو لويه عمومي سپورټي پېښه ده. اوس مهال اسيايي سپورټي لوبغاړي په نړۍ کې د پاملرنې وړ يو مهم ځواک ګڼل کېږي او چين هم د نړۍ يو سپورټي پياوړی هېواد دی. دغه راز د اسيا په سپورټي لوبو کې د پينګ پونګ توپ، بدمينتون او جمنازيم په ګډون د ځينو پروګرامونو سيالۍ به د اولمپيک د سپورټي لوبو په څېر لوړه سويه ولري او ډېره تېزه به وشي. نو ځکه د زياتې پاملرنې وړ وی.

د بسکيټبال نړيواله اتلوالي چې هم په هر څلورو کلونو کې يو ځل جوړېږي، په ٢٠١٠ کال کې به بې شمېره مينه والو ته وړاندې شي. د بسکيټبال د شپاړلسمې دورې نړيواله اتلوالي به د راتلونکي اګست له اته ويشتمې نېټې نه د سپتمبر تر دوولسمې نېټې پورې د ترکيې په پنځو ښارونو کې تر سره شي. په هغه وخت کې به د مختلفو هېوادونو تر ټولو غوره لوبغاړي سره په زړه پورې او تيزې سيالۍ وکړي.

برسېره پر دې، د F1 موټرو سيالي، د فوټبال اروپايي سيالۍ اود امريکا NBA سيالۍ په ګډون زياتې غوره سپورټي پېښې چې هر کال جوړېږي، هم په ٢٠١٠ کال کې تر سره شي. دغه راز سپورټي مينه وال به په ٢٠١٠ کال کې د زياتو غوره سياليو خوند اخيستلای شي.

ګرانو اورېدونکو، د سپورټ او نړۍ پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته رسېږي. هيله ده چې زموږ پروګرام مو خوښ شوی وی. زه سپوږمۍ ستاسی له پاملرنې څخه ډېره ډېره مننه کوم. هر چېرې چې وئ، روغ، جوړ او خوشحاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای