CRI Online

د استراليا د ټېنس د پرانيستنې اتلوالۍ په ترڅ کې زياتو لوبغاړيو د هايتي زلزله ځپلو سيمو ته بسپنه ورکړه.

cri     (GMT+08:00) 2010-02-04 20:01:20

ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه سپوږمۍ هرکلی کوم. د استراليا د ټېنس پرانيستنې اتلوالي چې هر کال يو ځل جوړېږي، اوس د موربورن په پارک کې روانه ده. د تېرو کلونو په پرتله سږنۍ اتلوالي د هايتي زلزله ځپلو سيمو ته د بسپنې ورکولو په اړه ځانګړې مضمون لري. روان کال د يادې شوې اتلوالۍ نندارچيانو په جلا جلا توګه پر خپل ځان ژيړ مزی تړلي وو څو چې د هايتي زلزله ځپلو وګړيو ته خپلې نيکې هيلې څرګندې کړي. د دې تر څنګ له بېلا بېلو هېوادونو څخه د ټېنس راغلي مشهور لوبغاړي هم تر خپلې وسې پورې د هايتي زلزله ځپلو وګړيو ته بسپنه ورکوي. د سپورټ نړۍ پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو درنو اورېدونکو ته په دې اړه څه نا څه معلومات وړاندې کړو.

د جنورۍ په اوولسمه نېټه يعنې د استراليا د ټېنس د پرانيستنې اتلوالۍ د رسمي پيل څخه يوه ورځ مخکې د موربورن پارک د رودني لېوير په نامه د ټېنس ډګر د دروازې په مخکې زيات کسان راغونډ شوي وو. دوی ټول د يوې خاصې سيالۍ انتظار کاوه. د ټېنس د نړيوال مشهور لوبغاړي روګر فېدرير په بلنه چې د ټېنس په برخه کې يې د نړۍ لومړی ځای نيولی، د نړۍ تر ټولو لس پياوړي ټېنس لوبغاړي به د هايتي د زلزله ځپلو وګړيو لپاره د نندارې يوه په زړه پورې سيالي وکړي چې د ټکټونو خرڅلاو څخه ټولې تر لاسه شوې پيسې ټول لګښت به دوی ته د بسپنې په توګه ورکړي شي. د دغې خاصې سيالۍ له پای ته رسېدو وروسته نندارچي ښاغلي شوان د سي ار ای خبريال ته وويل چې دا د سپورټ ځواک دی.

( لومړی اواز)

زه فکر کوم چې دا يوه ډېره ښه لار ده. که وګړي اړوند معلومات زيات تر لاسه کړي، نو دوی به له د زلزله ځپلو وګړيو سره د مرستې په عملياتو کې ګډون وکړي. د سيالۍ نندارچيان ډېر دي، که هر يو لږ څه پيسې ورکړي، نو د پيسو اندازه به ډېره شي.

ياد شوي لوبغاړي روګر فيدرير د يادې شوې ځانګړې سيالۍ له پای ته رسېدو وروسته په يوه اړونده خبري ناسته کې څرګنده کړې چې د يو مشهور لوبغاړي په توګه هغه بايد د زلزله ځپلو وګړيو لپاره څه کار وکړي. نو د يوې ځانګړې سيالۍ په تر سره کولو سره زلزله ځپلو وګړيو ته بسپنه ورکول زما لپاره تر ټولو مناسبه لار ده.

( دوهم اواز)

وخت ډېر نه دی او اړوند کارکوونکي تر يکشنبې پورې په خپلو کارونو پيل نه دی کړی. خو ما لا هم غوښتل چې د دغې سيالۍ د تر سره کولو لپاره کوښښ وکړم. نو ما سمدلاسه د نادال او روډيک په ګډون څو مشهورو لوبغاړيو ته زنګ وواهه. دوی زما له نظر او غوښتنې سره ټول موافقه وکړه او و يې ويل چې موږ بايد سره يو ځای سمدلاسه عمليات تر سره کړو. ځکه چې دا د هايتي زلزله ځپلو وګړيو لپاره ډېر مهم دی. زه ډېر خوشحاله يم چې نن دغه سيالي په بريالۍ توګه تر سره شوې ده.

په اوولسمه نېټه يعنې د دغې ځانګړې سيالۍ د تر سره کېدو په همدې ورځ لس مشهور لوبغاړي په سور او شين دوو ډلو ويشل شوي چې په جلا جلا توګه د هايتي د ملي بيرغ د دوو رنګونو استازيتوب کوي. برياليتوب هېڅ اهميت نه لري، يوازې دا ده چې وګړي له دغې سيالۍ څخه د زلزله ځپلو سيمو سره د مرستې لپاره د لوبغاړيو په کوښښونو او هيلو باندې پوه شي.

د صربيا د ټېنس مشهور لوبغاړي دجوکويک له خبريالانو سره د مرکې پر وخت هم څرګنده کړه چې د يو مشهور لوبغاړي په حيث موږ بايد له هغو کسانو سره مرسته وکړو چې مرستې ته اړتيا لري.

( درېيم اواز)

زه ډېر خوشحاله يم چې په دغه سيالۍ کې مې ګډون کړی دی. زه فکر کوم چې موږ بايد د دې په شان زياتې سيالۍ تر سره کړو. دا هم د زلزله ځپلو وګړيو او هم د خيريه چارو لپاره ګټورې دي. په حقيقت کې د ټېنس مشهورو لوبغاړيو په تېره بيا د ښځينه لوبغايو له خوا سره يو ځای کېدل ډېر يو مشکل کار دی. موږ ټول غواړو چې زياتې پيسې راغونډې کړو او زلزله ځپلو وګړيو ته يې ورکړو.

د يوې تازه شمېرنې له مخې، تر اوسه پورې نژدې دوه لکه استراليايي ډالره راغونډ شوي دي او دغه شمېر لا هم په پر له پسې توګه زياتېږي. د اټکل له مخې، روان کال د استراليا د ټېنس پرانيستنې اتلوالۍ په ترڅ کې له پنځه لکو استراليايي ډالرو نه زياتې بسپنې لاسته راوړلای شي.

ګرانو اورېدونکو، د سپورټ نړۍ پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته رسېږي. هيله ده چې زموږ پروګرام مو خوښ شوی وی. زه سپوږمۍ ستاسې له پاملرنې څخه ډېره ډېره مننه کوم. هر چېرې چې وئ، روغ، جوړ او خوشحاله اوسئ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای