CRI Online

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې کلنی غونډه پرانيستله شوه

cri     (GMT+08:00) 2010-03-03 15:21:59

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د يوولسمې دورې ملي کميټې درېيمه غونډه د مارچ د ٣ نېټې تر غرمې وروسته په بېجينګ کې پرانيستله شوه. د هو جين تاو، وو بانګ ګوه، ون جيا باو او جيا چينګ لين په ګډون د چين ګوندي او دولتي مشرانو د دغې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون درلود.

د چين ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د چين د کمونست ګوند په مشرۍ د څو ګوندونو د همکاری او د سياسي مشوری يو مهم سازمان دی. په يادې شوې ١٠ ورځنۍ غونډه کې به د چين د بېلا بېلو ګوندونو او ډلو او د بېلا بېلو قومونو او ټولنو څه د پاسه دوه زره يو سل اړوند غړي د هېواد د سياست، اقتصاد او ټولنيز ژوند په اړوندو مهمو تګلارو بحثونه او خپل وړانديزونه وکړي.

ژباړونکې: ليلا

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای