CRI Online

د چين نوې انرژۍ پرمختګ غوره نړيوالې سويې ته رسېدلی دی

cri     (GMT+08:00) 2010-03-03 19:04:09

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د پيل په درشل کې، د کنفرانس غړي او د چين د انرژۍ ادارې لومړی مشر جانګ ګو باو د سين هوا اژانس خبريالانو ته وويل، د چين د نوې انرژۍ پرمختګ غوره نړيوالې سويې ته رسېدلی دی.

نوموړی وويل، په چين کې د نوې انرژۍ پرمختګ په تيرو کالونو کې ډېر چټک وو او د باد په وسيله برېښنا توليدول په څو ځلې زيات شوي دي. تير کال په چين کې د يو مليون په ظرفيت د باد په وسيله جنريترونه زيات شوي دي چې په نړۍ کې لومړی ځای نيسي. هغه د انرژۍ د امنيت په هکله وويل، چين لا هم په سلو کې اتيا اړتيا وړ انرژي په خپله توليدوي چې دغه اندازه د امريکا او جاپان په پرتله کمه ده، خو د انرژۍ په برخه کې د چين نړيواله همکاري پراخه شوې ده.

ژباړونکې:ياسمين

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای