CRI Online

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس غړيو غوښتنه وکړه چې ټولنه بايد په ښوونځيو کې له زده کړو مخکې د ماشومانو روزنې ته ډېره پاملرنه وکړي

cri     (GMT+08:00) 2010-03-03 19:10:57
 د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د يوولسمې دورې درېيمه غونډه د مارچ په ٣ مه نېټه ماښام په بېجينګ کې پرانيستل شوه. د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس غړې او د بېجينګ د بهرنيو ژبو د پوهنتون مرستيالې جين لي زموږ له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل، ټولنه بايد په ښوونځيو کې له زده کړو مخکې د ماشومانو روزنې ته ډېره پاملرنه وکړي.

نوموړې وويل، په منځنۍ او اوږده موده کې د چين د ښوونې ملي پلان دېته اشاره کړې چې د چين حکومت بايد دغې ښوونې ته لازيات پام واړوي، د دی لپاره دې پانګه زياته کړي، د ښوونې څارنه دې پياوړې کړي او په دغه ښوونه کې د خلکو د ګډون لپاره هڅې وکړي . د هغې په أند دغه ښوونه بايد د ښارونو او علاقه داريو په پرمختيايي پلان کې شامله شي.

ژباړونکې: غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای