CRI Online

يا چينګ لين وايي: د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس کارونه به پياوړی شي.

cri     (GMT+08:00) 2010-03-03 19:40:38

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د يوولسمې دورې ملي کميټې درېيمه غونډه د مارچ په درېيمه نېټه له غرمی وروسته د خلکو په لوی تالار کې پرانيستله شوه او د چين د دولت او ګوندد مشرانو هو جين تاو، وو بانګ ګوه، ون جيا باو او جيا چينګ لين په ګډون دوه زره او يو سل تنو برخوالو په کې ګډون درلود.

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې مشر جيا چينګ لين د دغې کميټې په استازيتوب کاري راپور خپور کړ. هغه د يووالي او همغږۍ، مؤثرې ترقۍ او چټک پرمختګ په ګډون د څو کلمو له لارې په تېر کال کې د دغه کنفرانس کارونه راغونډ او په شپږو برخو کې د روان کال لپاره د دغه کنفرانس دندې او کارونه يې بيان کړل.

د پاملرنه وړ ځای دا دی چې د اقتصادي پرمختګ پياوړتيا او د ټولنې او خلکو د ژوند ښه کېدل هم د دغه راپور دوو مهمو اجنداوو او هم په تېر او روان کال کې د دغه کنفرانس عمده کارونه او دندې دي.

په ٢٠٠٩ کال کې د چين اقتصاد د نړيوال پولي بحران له امله له سختو ننګونو سره مخامخ شو. د چين ولسي سياسي مشورتي کنفرانس په چين کې د سياسي مشورتي ډېر لوړ پوړي اورګان په توګه د بېلا بېلو ساحو غوره کسان راجلب کړي دي، دوی د چين د ملي اقتصاد د ثابت او چټک پرمختګ د پياوړتيا لپاره وړانديزونه کړي دي. د مالوماتو له مخې، تېر کال دغه کنفرانس پنځه زره او اته سوه او شل وړانديزونه اخيستي دي چې له دې جملې څخه يو زر او اته سوه له نړيوال پولي بحران سره په مقابلې او اقتصادي مسئلو پورې اړه لري.

ښاغلي جيا چينګ لين په ياد شوي راپور کې وويل،

موږ د نړيوال پولي بحران خپرولو او د کورنيو اقتصادي پرمختګ ته ډېره پاملرنه کوو او د حالاتو د څيړنې له لارې مو مثبت مقدماتي او مناسب وړانديزونه وړاندې کړې دي. د دغه کنفرانس غړيو وړانديز وکړ چې مثبت مالي تګلارې او نرمې او مناسبې پولي تګلارې دې پلی شي، د کورنيو اړتياوی بايد پراخې شي او بهرني اړتياوې بايد ثابتې شي او حکومتي پانګونې دې د ټولنيزو پانګونو لارښوونه وکړي. ياد شوي وړانديزونو د اقتصادي تګلارو د بشپړېدو په برخه کې ګوند او حکومت ته مرسته ورکړې ده.

د دغې غونډې د وياند جاو چي جنګ په اند، له نړيوال پولي بحران سره مقابله کول په تېر کال کې يوه مهمه اجندا وه چې د دغه کنفرانس غړيو د دې لپاره ډېر زيار ايستلی دی. ده وويل

د دغې مسئلې په برخه کې ولسي سياسي مشورتي کنفرانس غوره والی لري، ځکه چې زيات غړي يې د دولتي او شخصي تصديو متقاعد مشران دي او يو شمېر غړي يې اقتصادي کارپوهان دي. نو دوی په دې برخه کې ښې تجربې لري.

دغه راز د خلکو د ژوند ښه کېدل او د ټولنې همغږی کېدل په ٢٠٠٩ کال کې د دغه کنفرانس مهم کارونه وو. ښاغلي چاو چي جنګ وويل، چې په تېر کال کې د دغه کنفرانس غړيو د کرهڼيزو چارو، طبي اصلاحاتو او ښوونيزو چارو په برخو کې زيات مهم وړانديزونه وکړل او د اړوندو څانګو پاملرنې يې راجلبې کړي دي.

د مالوماتو له مخې، د چين ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د زياتو وګړيو استازيتوب کوي، نو غړي يې د ټولنې د بېلا بېلو برخو په اړه مسئلو ته پاملرنه کوي. ښاغلي جيا چينګ لين وويل، چې په راتلونکي کې به د دغه کنفرانس کاري طرز او دندې به ښکاره شي څو چې د تګلارو جوړونې په اړه د حکومت د توان د لوړولو لپاره په سياسي چارو کې د دغه کنفرانس د غړيو د ګډون پياوړی شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای