د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د ملي ولسي کانګرس د يوولسمې دورې دايمي کميټې درېيمه غونډه د مارچ د پنځمې نېټې په سهار د خلکو په لوی تالار کې پرانيستل شي. د چين صدراعظم ون جيا باو د دولتي شورا په استازيتوب د حکومت کاري راپور بيان کړي. د چين نړيواله راډيو په څو ژبو او لارو چارو باندې د دغې غونډې پرانيستونکي مراسم په ژوندي توګه خپاره کړي.
د چين د نړيوالې راډيو د ګردې کرې خپرونې او د چيني ژبې خپرونې په همدې ورځ د سهار له نهو بجو څخه اړوند مالومات خپاره کړي. دغه راز، د سي ار ای ويبپاڼه به په چيني، انګليسي، فرانسوي، هسپانوي، الماني او جاپاني ژبو د ويډيو او عسکونو له لارې دغه مراسم ژوندي خپاره کړي.
ژباړونکې غوټۍ
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |