CRI Online

د شينجيانګ د ملي لږکيو استازي سيمه ييز پرمختګ ته پاملرنه کوي.

cri     (GMT+08:00) 2010-03-04 18:59:54

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د يوولسمې دورې ملي کميټې درېيمه غونډه د مارچ په درېيمه نېټه پرانيستله شوه. د شينجيانګ د اويغوري خپلواکې سيمې د ملي لږکيو استازي د شينجيانګ د اقتصادي او ټولنيزې پرمختګ د پياوړتيا په اړه د زياتو وړانديزونو د اجنډاوو په راوړلو سره په کې ګډون کوي.

د مارچ په لومړی نېټه له شينجيانګ څخه د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس غړو د بېجينګ د يو يي په نامه هوټل ته له راسېدو وروسته سمدلاسه د خپلو اجنډاوو په وروستي تنظيمولو بوخت و. په يادو شويو اجنډاوو کې د شينجيانګ د مالدارانو د هستوګنځيو د جوړونې د پروژې په اړه يوه اجنډا د بېلا بېلو خواوو پاملرنې راجلبې کړې دي چې د لسو غړو لخوا وړاندې شوه.

د مالوماتو له مخې، د روان کال په ژمی کې د شينجيانګ په شمالي برخه کې د واورو سخت ناورينونه رامنځته شوي وو چې له امله يې د زياتو مالدارانو سر او مال ته سخت زيانونه رسولي وو. له دې څخه د مالدارانو د هستوګنځيو د جوړونې د پروژې ارزښت څرګندېږي. د شينجيانګ د چاپيريال ساتنې ادارې پخوانی مرستيال اينوير په دې اړه وويل،

دغه پروژه د مالدارانو د ژوند لپاره ډېره ګټوره ده. له يوې خوا چاپيريال او طبيعی دښتې به وساتل شي، له بلې خوا د مالدارانو ژوند به په ښه توګه تامين شي. د بېلګې په توګه، ماشومان به خپل کور ته په نژدی ښوونځيو کې زده کړه کولای شي، د دې ترڅنګ د درملو او روغتيا په برخه کې د مالدارانو د ژوند سويه به لوړه شي.

ښاغلي اينوير وويل، چې اوس د شينجيانګ په مالدارۍ سيمه کې د څلوېښت سلنې برخه مالداران لا هم کوچياني ژوند کوي. په ٢٠٠٩ کال کې مرکزي حکومت د دغو مالدارانو د هستوګنځيو د جوړونې پروژې لپاره د دوه سوه مليونه يوانو په ارزښت لومړنی پانګې ولګولې. د يو لړ تګلارو او تدبيرونو په نيولو سره به لا زيات مالداران خپل کورونه ولري.

يو شمېر غړو په دغه اجندا کې وړانديز وکړ، ځکه چې دغې پروژې ته خدمتي کارونه زياتو پيسو ته اړتيا لري او د شينجيانګ د بېلا بېلو کچو حکومتونه او مالداران پخپله دغه مسئله نه شي حل کولای. نو مرکزي حکومت بايد په دغې پروژې باندې لا زياتې پانګې ولګوي.

د روسيې قوم استازي ايوانويک د چين د روسيې قوم د يوازنی ښوونځي مشر دی. هغه د يو استاذ په توګه په شينجيانګ کې د ملي لږکيو ښوونيزو چارو ته ډېره پاملرنه کوي. ده وويل،

حکومت بايد د ملي لږکيو ښوونې په برخه کې هم اصلاحات رامنځته کړي څو چې د ملي لږکيو د ښوونې سويه لوړه شي. د خوښی وړ ځای دا دی چې حکومت په دې اړه پلان لري. دغه راز، د ملي لږکيو زده کوونکو او د هان قوم زده کوونکو ترمنځ د ګډې زده کړې مسئلې د حل و فصل په برخه کې د حکومت مرستې ته اړتيا لرو.

د مالوماتو له مخې، پخوا په شينجيانګ کې د ملي لږکيو زده کوونکو او د هان قوم زده کوونکو په مختلفو ښوونځيو کې زده کړه کوله. نو زياتو ملي لږکيو زده کوونکو يوازی د خپل قوم ژبه ويلی شوی او چيني ژبه يې نه وی ويلی. دې مسئلې هم د ملي لږکيو ښوونيزو چارو په پرمختګ کې خنډونه اچولي دي. نو په ٢٠٠٤ کال کې په شينجيانګ کې د ملي لږکيو زده کوونکو او د هان قوم زده کوونکو د ګډې زده کړې تګلارې پلی شوې دي.

د شينجيانګ د اويغوري خپلواک سيمې د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس مشر اسکات کيريم بای وويل، چې په راتلونکي کې به شينجيانګ لا چټک پرمختګ وکړي. ده وويل

اوس شينجيانګ د چټک پرمختګ لپاره چمتو شوی دی. ځکه چې په شينجيانګ کې د نفتو، طبيعی ګازو او ډبرو سکرو په ګډون غني طبيعی سرچينې شته دي او غوره والی لرو. نو باور لرو چې په يوويشتمې پيړۍ کې به شينجيانګ لا چټک په دې ډګر کې پرمختګ وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای