د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې د چين د يوولسمې دورې ملي ولسي کانګرس د درېيمې غونډې وياند لي جاو شينګ د مارچ په ٤ مه نېټه په بېجينګ کې وويل، په ٢٠١٠ کال کې د چين دفاعي بودجه پنځه سوه او دوه دېرش مليارډ او يو سل او پنځلس مليونه يوانو ته رسيدلې چې د تېر کال په پرتله اووه دېرش مليارډ او يو سل او شپاړس يوانه زياتوالی پکې راغلی او انډول يې په سلو کې اووه اعشاريه پنځه دی.
لي جاو شينګ د دغې غونډې په يوه خبري ناسته کې وويل، په ٢٠١٠ کال کې به دغه بودجه په عمده توګه د چين د ځانګړو پوځي اصلاحاتو د پرمخبېولو، د څو ډوله امنيتي ګواښونو د له منځه وړلو او د څو ډولو پوځي دندو د ترسره کولو لپاره د پوځ توان د لوړوالي او د بېلا بېلو پوځي اصلاحاتو د ضمانت لپاره وکارول شي. سربېره پردې ځينې پيسې به د پوځي سرتيريو او افسرانو د ژوند د ښه والي په برخه کې کار واخيستل شي.
ژباړونکې: غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |