د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيرو د دايمي کميسيون غړي او د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې مشر جيا چينګ لين د مارچ په څلورمه نېټه په بېجينګ کې دې ته اشاره وکړه چې اړوندې خواوې بايد په ټينګار سره د قومي تګلارې او د قومي سيمو خپلواک نظام پلی کړي چې په دې اړه د چين په ځانګړتيالرونکې لاره کې ګام پورته کړي.
ښاغلي جيا چينګ لين دغې څرګندونې په همدې ورځ د دغه کنفرانس د ملي لږکيو غړيو په يوه ګډه غونډه کې وکړې. هغه پردې ټينګار وکړ چې اړوندې خواوې بايد د ملي لږکيو او قومي سيمو د ښه او چټک پرمختګ د پياوړتيا او د اصلاحاتو او پرمختګ له ګټو څخه د چين د بېلا بېلو قومونو د اخيستلو لپاره کوښښ وکړي، په ټينګار سره دې د اصلاحاتو او پرمختګ ثابت حالت وساتي او د قومونو د جلا کېدو له عملياتو سره دې ښه مقابله وکړي او د ملي لږکيو چارواکيو، بااستعداده کسانو او استازيو د روزنې د پياوړتيا لپاره دې هڅې وکړي.
ژباړونکې غوټۍ
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |