د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس غړې او د ازبک قوم قانون پوه فاطمه موهمت وويل، د ازبک قوم د غوره عنعنوي کولتورونو د ساتلو لپاره د شينجيانګ په چوچاک کې به د ازبک قوم د کولتوري راشه درشې ټولنه جوړه شي.
نوموړې د دغې ټولنې د لنډ مهالي مسئولې په حيث وويل، دغه ټولنه به له جوړيدو وروسته د ازبک قوم د عنعنوي سندرو، نڅاوو، کاليو، خوراکونو او نورو کولتورونو د پيدا کولو او نندارتون لپاره هڅې وکړي او د ازبک قوم وتلي ملکي هنرمندانو، مشهور ميراثونه به راغونډ کړي.
ژباړونکې:ياسمين
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |