د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کميټې مشر وو بانګ ګوو د مارچ د ٤ مې نيټې په سهار په بېجينګ کې وويل، د چين ديوولسمې دورې ملي ولسي کانګرس درېيمه غونډه به د مارچ په ٥مه نېټه پرانيستل شي او د چمتوالي بېلا بېل کارونه يې بشپړ شوي دي.
وو بانګ ګوو دغه څرګندونې د نوموړې غونډې په مقدماتي غونډه کې وکړې او دې ته يې اشاره وکړه چې د چين د يوولسمې دورې ملي ولسي کانګرس د درېيمې غونډې کړنلاره دا ده: بايد په جدي توګه له اساسي قانون او نورو قوانينو سره سم د ملي ولسي کانګرس دندې او اختيارات پلي شي، د خلکو په وړاندې دې په مسئولانه توګه يوه ډيموکراټيکه، متحده، رښتينې او پرمخيتايي غونډه جوړه شي او په دې هڅه کې وي چې بېلا بېل قومي خلک د اقتصاد د ثابت او نسبتاً چټک پرمختګ او د ټولنيزې هوساينې، د يوولسم پنځه کلن پلان د پلي کېدو په موده کې د اقتصادي او ټولنيز پرمختيايي موخې د تر سره کولو او د بنستاً شتمنې ټولنې د أبادۍ لپاره هڅه او کوښښ وشي.
په دغه مقدماتي غونډه کې د چين د ملي ولسي کانګرس د يوولسمې دورې د درېيمې غونډې رئيسه پلاوي او عمومي منشي ټاکل شوي او د دغې غونډې اجنډا هم تصويب شوې ده.
ژباړونکې: غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |