CRI Online

هو جين تاو، وو بانګ ګوه او ون جيا باو د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې د کلنۍ غونډې د ډلو په بحثونو کې ګډون درلود

cri     (GMT+08:00) 2010-03-05 09:42:47

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د هو جين تاو، وو بانګ ګوه او ون جيا باو په ګډون د چين مشرانو د مارچ په ٤ نېټه په جلا جلا توګه د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې د کلنۍ غونډې د ډلو په بحثونو کې ګډون درلود .

د چين د دولت رئيس هو جين تاو د چين د ديموکراسۍ او دولت د جوړولو ټولنې او د صنعتي او سوداګريزې ملي ټولنې په ډله ييزه غونډه کې وويل د چين د غير دولتي اقتصاد پرمختګ له نوی پيل سره مخامخ دی ، هغه هيله لري چې د غير دولتي تصدی له فرصتونو څخه په استفادې سره د اقتصادي پرمختګ د لارو چارو د بدلون او د خلکو د ژوند د ضمانت او ښه والی لپاره لاستر رول ولوبوي.

د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کميټې رئيس وو بانګ ګوه د ګوه مين دانګ ګوند د انقلابي کميټې او د تايوان د ديموکراسۍ او خپلواکی اتحاديې او د تايواني هېوادوالو د ملي اتحاديې په ډله ييزه غونډه کې هيله څرګنده کړه چې ديموکراتيک ګوندونه به په پر له پسې توګه د هېواد په سياسي چارو کې خپل رول ولوبوي او د هېواد د يووالی او وحدت لپاره دی خپل هلی ځلی وکړي.

صدراعظم ون جيا باو د اقتصادي او کرڼيزو چارو په ډله ييزه غونډه کې د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې له غړيو څخه هيله وکړه چې په پر له پسې توګه کمونست ګوند او حکومت ته خپل وړانديزونه وکړي.

ژباړونکې : ليلا

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای